| به‌روزرسانی دربارهٔ |14:01

د خیبر پښتونخوا اعلی‌ وزیر، محمد سهیل افریدي، د ولایت د امن او امان د خرابېدونکي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده او د ټولو سترو سیاسي ګوندونو له مشرانو سره یې ټیلیفوني اړیکې نیولي دي. د وزیر اعلی‌ دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په همدې لړ کې د امن او ثبات د ټینګښت لپاره د یوې ګډې جرګې د رابللو پرېکړه شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، اعلی‌ وزیر سهیل افریدي د هېواد له مهمو سیاسي مشرانو سره – مولانا فضل‌الرحمن (سربراه جمعیت علمای اسلام – ف)، ایمل ولي خان (مرکزي صدر عوامي نیشنل ګوند)، سراج الحق (امیر جماعت اسلامي)، امیر مقام (صوبایي صدر مسلم لیګ – ن)، آفتاب احمد خان شېرپاو (مشر قومي وطن ګوند) او محمد علي شاه باچا (د پاکستان پیپلز ګوند مشر) – جلا جلا خبرې کړې دي. په دغو خبرو کې د صوبې د عمومي امنیتي وضعیت تفصیلي جاج اخیستل شوی دی.

دایمي امن د حکومت لومړیتوب دی

اعلی‌ وزیر سهیل افریدي د خبرو پر مهال څرګنده کړه: “په صوبه کې د امن ټینګښت داسې موضوع ده چې پرې دوه نظرونه نه شي کېدای، امن او ثبات د حکومت لومړنی هدف دی.”

هغه زیاته کړه چې د ټولو سیاسي خواوو په ګډه هڅو سره د دايمي امن د ټینګښت په موخه، د صوبایي اسمبلۍ د اِن‌هاوس کمېټې تر سیوري لاندې د ټولو سیاسي ګوندونو له مشرانو څخه جوړه یوه ګډه جرګه رابلل کېږي. په دې جرګه کې به ټول ګوندونه هڅه وکړي چې پر یوه متفقه لایحه عمل سلا شي.

اعلی‌ وزیر ټینګار وکړ چې: “اختلافِ رائے د جمهوریت ښکلا ده، خو امن د ټولو ګډ هدف دی.”

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د صوبایي اسمبلۍ له سپیکر‌ه به ډېر ژر ټولو سیاسي مشرانو ته د جرګې د ګډون رسمي بلنې واستول شي. د سیاسي او امنیتي ننګونو په اوسني وضعیت کې دا اقدام د صوبې د ثبات او ګډ تفاهم پر لور یو مهم پرمختګ بلل کېږي.

نور ولولئ