| به‌روزرسانی دربارهٔ |12:44

​د خیبر ډپټي کمشنر بلال راؤ تایید کړه چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ تورخم سرحدي لاره د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر لپاره نن (شنبې) بېرته پرانیستل شوه. په کابل کې پاکستاني سفارت او افغان چارواکو هم دا خبر تایید کړه. د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور مشر قریشي بدلون وویل: “اوس د تورخم دروازه د کډوالو پر مخ خلاصه ده، موږ خپلو هېوادوالو ته ښه راغلاست وایو.

​د کډوالو د ستنېدو بهیر د اکتوبر په ۱۱ مه هغه مهال ناڅاپه ودرېد چې د پاکستاني او افغان ځواکونو ترمنځ په پوله سخته جګړه ونښته. دا جګړه څو ورځې روانه وه او د اکتوبر په ۱۹ مه په دوحه کې د اوربند (سېز فائر) تړون وروسته پای ته ورسېده. د سرحد تړل کېدو پر مهال پاکستان له افغانستان سره هر ډول تګ راتګ بند کړی و، چې له امله یې زرګونه افغان کورنۍ د ستنېدو په تمه بند پاتې شوې. د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارت هم ودرېدو. د تماټرو په څېر د ورځنيو شیانو بیې یې ډېرې لوړې کړې.

​پرون (جمعه) اسلام اباد او کابل د اوربند پر غځولو هوکړه وکړه، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرا بي څرګنده کړه چې “د تجارت لپاره سرحد اوسمهال بند پاتې دی.” هغه وویل، تجارتي فعالیتونه به هغه وخت بېرته پیل شي کله چې امنیتي حالت ښه شي.

​په پېښور کې د افغانستان کونسل جنرال حافظ محب الله شاکر وویل چې د اوږدې بندېدو له امله په نوښار (نوشہرہ) او تورخم ترمنمنځ سړکونو کې زرګونه افغان کډوال بند پاتې دي. د هغه په وینا، “سلګونه موټرې له زرګونو کډوالو سره په لارو کې ولاړ دي. ډېرې کورنۍ د خوراک څښاک او اوسېدو ځای نه لري.” شاکر زیاته کړه چې په ځانګړي ډول له پنجاب څخه د افغانانو په زور ایستلو انساني وضعیت لا خراب کړی دی. هغه د پاکستان پر حکومت او مرستندویه ادارو غږ وکړو چې بند پاتې کورنیو ته دې سمدستي اوبه، خواړه او خیمې برابرې کړي.

​شاکر د ملګرو ملتونو د کډوالو پر اداره (UNHCR) هم نیوکه وکړه چې ښه رول یې نه دی لوبولی، حال دا چې زیاتره بند پاتې کسان د کډوالۍ د ثبت (PoR) باقاعده کارتونه لري.

​په دې وروستیو کې د نویو ترینګلتیاوو وروسته، وزیراعظم شهباز شریف یو ځل بیا د حکومت دریځ تکرار کړ چې افغان کډوالو ته به نور مهلت نه ورکول کېږي او ټول کډوال کمپونه به بند شي. د حکومت د شمېرو له مخې، د اکتوبر تر ۱۶ مې پورې ۱۴ لکه ۷۷ زره ۵۹۲ افغان وګړي خپل وطن ته ستانه شوي دي. حکومت خبرداری ورکړی چې څوک هم په غیر قانوني افغانانو پناه ورکولو کې ونیول شي، سخت قانوني اقدام به ورسره وشي.

نور ولولئ