به‌روزرسانی دربارهٔ5 hours ago

په بلوچستان کې د خضدار په ضلع کې د امنیتي ځواکونو د اغیزمنو عملیاتو وروسته په پای کې د زهري بازار، نورګامې او ورسره د خضدار او شاوخوا سیمو ځمکني لارې بیرته پرانیستل شوې. وروسته له دې چې ترهګر له سیمې وتښتېدل او امنیتي ځواکونو مکمل کنټرول ترلاسه کړو. اوسیدونکو د اطمینان او آرامۍ احساس څرګند کړی دی.

​د راپورونو له مخې چارواکو د احتیاطي اقدام په توګه له سوداګرو او خلکو سره تر مشورې وروسته پرېکړه کړې چې د راتلونکو درې ورځو لپاره به له ماښام څخه تر سهار  پورې کرفیو وي. که څه هم د لارو د بیرته پرانیستل کېدو سره سم د ژوند عادي چارې بیا پیل شوې دي او خلکو یو ځل بیا د ارامۍ ساه اخیستې ده.

​چارواکي وايي چې تمه ده چې په څو راتلونکو ورځو کې مالي ادارې او دولتي دفترونه هم پرانیستل شي.  چې له دې سره به د سیمې خلکو ته لومړنۍ اسانتیاوې چمتو شي.

​ادارې له خلکو څخه غوښتنه کړې چې خپله همکاري جاري وساتي او د کرفیو پرمهال پوره احتیاط وکړي. د امنیتي وضعیت له ښه کیدو وروسته په سیمه کې د لا ډیرې سولې او ثبات تمه رامنځته شوې ده.

نور ولولئ