په یوه عجیبه پیښه کښې چې په ټولې نړۍ کښې ژوندۍ خپره شوه، د امریکی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوول په دفتر کښې د یوکرین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي سره لفظي جګړه وکړه.
ټرمپ، چې د ولسمشر مرستیال JD Vance ور سره و، بیا بیا د زیلنسکي څخه دا غوښتنه کوله چې د روس سره په جګړه کښې د امریکا د ملاتړ لپاره مننه وکړي او هغه ته دې د عزت په نظر و ګوری.
په یوه موقع کښې، ټرمپ زیلنسکي ته وویل چې هغه “د دریمی نړیوالې جګړې” سره لوبه کوي.
د دغه بحث پیل په هغه وخت کښې وشو کله چې ونس د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ډیپلوماتیکې خبرې کولو ضرورت یادونه وکړه. په ځواب کښې، زیلنسکي د JD نه پوښتنه وکړه: ته کوم ډول ډیپلومیټیک خبره کوې، ستا ده خبری څه مطلب دي؟
ونس ځواب ورکړ، “زه د هغې ډیپلوماټیک خبره کووم چې ستا د هیواد د ویجاړولو د پای ته رسولو لپاره وي.” هغه زیاته کړه چې زیلنسکي باید ټرمپ ته مننه وکړي او د یوکرین پوځ د پوځي ځواک د ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي.
د یوکرین ولسمشر د ونس د خبرو پر ځواب کښی وویل چې په جګړه کښې هر څوک ستونزې لري. “تاسو ښې حل لارې لرئ او اوس یې نه احساسوئ، خو تاسو به یې په راتلونکي وخت کښې احساس وکړئ.”
دغی خبرې ټرمپ دې بحث ته له را وستلو چې زیلنسکي ته يی وویل چې هغه نه حق لري چې د امریکا خلکو ته ووایي چې څه احساس وکړي. هغه زیاته کړه چې زیلنسکي اوس په خراب حالت کښې دی.
هغه وویل ته د میلینونو خلکو ژوند سره لوبه کوي، ته د نړیوالې جګړې دریمې سره لوبه کوي او هغه څه چې ته یې کوې د دې هیواد په غټه توګه بې ادبي ده. هغه دا هم وویل چې که امریکا د یوکرین سره مرسته نه وای کړی، نو هغه به په دوه هفتو کښې جګړه له لاسه ورکړې وای.
په کمره کښې موجود خبریالانو هم په دې بحث کښې برخه واخیسته، چې یو یې زیلنسکي څخه وپوښتل چې ولې هغه د پوځي یونیفارم پر ځای د سوټ اغوستای وای.
د پیښې ویډیوګانې ښیي چې د یوکرین سفیر په امریکا کښې د دې جګړې په جریان کښې سر په افسوس کښته کوي، په داسې حال کښې چې د دې خبرو په مینځ کښې ګڼ شمېر ټلویزیوني کیمرې روانې وې.
ټرمپ وروسته په ټولنیزو رسنیو کښې ولیکل چې زیلنسکي باید د سولې په اړه خبرې وکړي، نه د ولادیمیر پوتین د غندلو په اړه. زیلنسکي بیا په یوې مرکې کښې وویل چې هغه لا هم ټرمپ ته درناوی لري او د امریکا سره اړیکې بیا هم رغیدلې شي.
په امریکا کښې د روسیې له برید راهیسې یوکرین ته په بلینونه ډالرو پوځي مرسته ورکړی شوې ده. زیلنسکي وروسته د امریکا حکومت او اروپایي هیوادونو سره د پوتین د تیري د مخنیوي لپاره یو مهم متحد شو. مګر، ټرمپ له پیل راهیسې له زیلنسکي سره سختی خبرې کړې، هغه ته یې “ترټولو ستر پلورونکی” بللی، چې په دوامداره توګه د امریکا څخه بلینونه ډالر مرسته ترلاسه کوي.