به‌روزرسانی دربارهٔ5 hours ago

د سعودي عرب سفير نواف بن سعيد المالكي په پاکستان کښې  د جمعې په ورځ د پاکستان له لومړي وزير محمد شهباز شريف سره وکتل او په جنوبي ایشيا کښې د پهلګام له پېښې وروسته د زياتېدونکي تاوتريخوالي په اړه يې خبرې وکړې.

د لومړي وزير له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کښې ويل شوي دی. چې شهباز شريف پاچا سلمان بن عبدالعزيز آل سعود او وليعهد محمد بن سلمان بن عبدالعزيز آل سعود ته خپلې نيکې هيلې وړاندې کړې او د سعودي عربستان له خوا د پاکستان د پرله پسې ملاتړ مننه يې وکړه. هغه بيا سفير ته د وروستيو پېښو په اړه د پاکستان نظر بيان کړ.

شهباز شريف په ټولو شکلونو کښې ترهګري په کلکه وغندله او د ترهګرۍ ضد هڅو کښې يې د پاکستان سترې قربانۍ يادې کړې. چې نه يوازې د خپل هېواد د امنيت لپاره بلکې د نړيوال امنيت لپاره يې هم دي. هغه د هند هغه تورونه په کلکه رد کړل. چې پاکستان يې د پهلګام په بريد کښې ښکېل ګڼي او ويې ويل چې هيڅ ثبوت نشته. هغه يو ځل بيا د شفافو او بې طرفه نړيوالو څېړنو غوښتنه وکړه.

د خبرپاڼې له مخې لومړي وزير د تېرو پنځلسو مياشتو په اوږدو کښې د اقتصادي پرمختګ په دوام د پاکستان ژمنه په ډاګه کړه. چې د سعودي عربستان په ګډون د دوستو هېوادونو په مرسته ترلاسه شوی دی. هغه وويل چې دا به د پاکستان لپاره غير منطقي وي چې د غير مسؤلانه کړنو له لارې دا پرمختګ له خطر سره مخامخ کړي.

هغه له سعودي عربستان او نورو دوستو هېوادونو وغوښتل چې پر هند فشار راوړي ترڅو حالات ارام کړي او تاوتريخوالی کم کړي او په جنوبي ایشيا کښې يې د سولې او ثبات لپاره د پاکستان ژمنتيا يو ځل بيا تاييد کړه.

په ځواب کښې سعودي سفير د لومړي وزير د نظرياتو ستاينه وکړه او په سيمه کښې د سولې او امنيت د ټينګښت لپاره يې له پاکستان سره د ګډ کار کولو لپاره د سعودي عربستان ژمنتيا تکرار کړه.

نور ولولئ