وزيراعظم شهباز شريف د شنبې په ورځ په هندوستان باندې سختې نيوکې وکړې، چې په پاکستان باندې بې بنسټه تورونه لګوي. هغه وويل چې دا دائمی تورونه به بايد سمدلاسه بند شي.
د پاکستان پوځي اکاډمۍ (PMA) کاکول کښې د فارغۍ په مراسمو کښې شهباز شريف وويل چې د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان د ژمنې سره سره هندوستان بې له باوري ثبوت څخه په سیمه ایزو پیښو څخه ګټه پورته کوي.
هغه وويل چي زمونږ ختيځ ګاونډي يو داسې نمونه تعقيبوي. چې بې بنسټه تورونه او غلطې ادعاوې کوي. پرته له باوري پلټنو او د تاييد وړ ثبوتونو څخه. په پهلګام کښې وروستۍ تراژيدي د دې دائمی تورونو يو بل مثال دي چې بايد پای ته ورسېږي.
هغه زياته کړه چي پاکستان په هر بې طرفه، شفاف او باوري پلټنو کښې د ګډون لپاره چمتو دی.
هغه د هندوستان په کورنيو بشري حقونو هم نيوکه وکړه او وويل چې په هندوستان کښې د اقلیت په ځانګړي ډول د مسلمانانو ځورونه د کلونو په اوږدو کښې زياته شوې ده.
هغه وويل چي هندوستان بايد د دې ځورول شويو ټولنو د ژوند، عزت او امنيت په ساتنه کښې د خپلې بشپړې ناکامۍ بشپړ مسؤليت ومني.
وزيراعظم د هندوستان د چلند او د ترهګرۍ پر ضد په نړيواله جګړه کښې د پاکستان قربانيو ترمنځ فرق وکړ او نړۍ ته يې د هېواد د درنو زيانونو يادونه وکړه.
هغه وويل چي پاکستان په هر ډول د ترهګرۍ غندنه کړې ده. پاکستان د ترهګرۍ پر ضد د نړۍ په لومړۍ کرښه کښې ولاړ دی. مونږ ۹۰،۰۰۰ کسان له لاسه ورکړي او اقتصادي زيانونه مو له ۶۰۰ بیلین ډالرو څخه ډېر دي. څوک به د دې درد څخه ښه پوه شي؟ کوم هېواد د ترهګرۍ پر ضد په جګړه کښې د پاکستان په پرتله ډېر اقتصادي زيانونه ليدلي دي؟
هغه د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان د صفر زغم په پاليسۍ ټينګار وکړ او ويې ويل چي مونږ به هيڅ ډول ترهګرۍ ونه زغمو، او دا له هر ډول شک څخه پرته ثابته شوې ده.
د هندوستان سربېره وزيراعظم د ملي امنيت په مهمو مسايلو لکه د افغانستان څخه د ترهګرۍ، کشمير او د سند د اوبو د تړون له مخې د پاکستان حياتي اوبو حقونو هم خبرې وکړې.
زه باید دا هم دلته یاد کړم چې اوبه د پاکستان یوه حیاتي ملي ګټه ده. زمونږ د ۲۴۰ میلیونو خلکو د ژوند کرښه ده. هیڅ شک مه کوئ چي د هغې شتون به په هر قیمت او هر حالت کښې خوندي شي.
نو ځکه د اوبو د بهیر د بندولو کمولو یا اړولو هره هڅه چې د سند د اوبو تړون له مخې د پاکستان حق دی. هغه به په بشپړ ځواک او توان سره ځواب شي او هیڅوک باید په هیڅ ډول غلط فهم او ګډوډۍ کښې پاتې نه شي.
هغه په پای کښې د پاکستان د وسله والو ځواکونو په ځواک او چمتووالي ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د هیواد حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا به و ساتل شي. لکه څنګه چې په فروري ۲۰۱۹ کښې وښودل شوه.
هغه زیاته کړه، نو ځکه زه غواړم په ټول عاجزۍ سره مګر په بشپړ باور سره چې زما په واک کښې دی. د پاکستان د خلکو او زمونږ د وسله والو ځواکونو په استازیتوب دا روښانه کړم چې هیڅوک باید په دې اړه غلطي ونه کړي.
تر دې وړاندې په خپله وینا کښې وزیراعظم فارغ شویو کیډیټانو ته مبارکي وویله. چې د قطر، بنګله دیش او نیپال څخه هم پکې شامل وو.
د وزیراعظم دا څرګندونې وروسته له هغې راځي چې د پاکستان د ملي امنیت کمیټې د هند په وړاندې یو لړ اقدامات اعلان کړل. چې پکې د ډیپلوماتیک شتون کمول، د هندي الوتکو لپاره د هوایي حریم تړل او هندوانو ته د ویزو لغوه کول هم شامل دي. دا اقدامات وروسته له هغې وشول چې هند هم د پاهلګام برید په اړه ورته ګامونه پورته کړل.