به‌روزرسانی دربارهٔ2 hours ago

په ډېره اسماعيل خان کښې د استخباراتي معلوماتو په اساس عملياتو کښې څلور ترهګر وژل شوي دي. خو په دغو عملياتو کښې يو سرتېری هم شهيد شوی دی.

د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو څانګې (ISPR) د يوې اعلاميې له مخې دا عمليات د ډي ائي خان په مډي سيمه کښې د ترهګرو د شتون په اطلاع ترسره شول.

د ISPR په وينا امنيتي ځواکونو په برياليتوب سره ترهګر په نښه کړل او څلور يې ووژل.

خو د عملياتو په ترڅ کښې سپاهي باسط صديقي شهيد شو. د ISPR په وينا صديقي ۲۳ کاله عمر درلود او د اټک اوسېدونکی و. ISPR وويل چې سپاهي د شهادت په غېږ کښې په راتلو سره لويه قرباني ورکړه.

له ترهګرو څخه د وسلو يو لوى زېرمه هم ترلاسه شوې ده. ISPR زياته کړه چې ترهګر په سيمه کښې په ګڼو ترهګريزو فعاليتونو کښې ښکېل وو. د نورو ترهګرو د موندلو لپاره په سيمه کښې چاڼيز عمليات هم ترسره شول.

مارچ له ۲۰۱۵ کال راهيسې د ترهګرۍ له لحاظه تر ټولو خونړۍ مياشت وه. د يوه وروستي راپور له مخې په ټول هېواد کښې ټول ۱۰۵ وسله وال بريدونه شوي دي. په داسې حال کښې چې د هغوی پر ضد عمليات هم تېز شوي دي. په مارچ کښې ټول ۱۷۱ ترهګر وژل شوي دي. په داسې حال کښې چې ۸۶ امنيتي سرتېرو او ۷۸ ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

نور ولولئ