د ترهګرۍ ضد څانګې (CTD) د پنجاب په بېلابېلو برخو کښې د استخباراتي عملیاتو په ترڅ کښې ۱۰ ترهګر نیولي او په دې توګه یې په دغه صوبه کښې د یوې لویې حملې مخه نیولې ده.
د ترهګرۍ ضد څانګې په یو بیان کښې ویلي دی چي په ټوله صوبه کښې ۱۸۹ استخباراتي عملیات ترسره شوي دی. چې په ترڅ کښې یې ۱۸۹ شکمن کسان تر پوښتنو لاندې ونیول شول او په پای کښې ۱۰ ترهګر ونیول شول. نیول شوي کسان په لاهور، راولپنډۍ، ګوجرانواله، جهلم او بهاولپور کښې نیول شوي دي.
په نیول شویو ترهګرو کښې سورج سینګ او بادل سینګ شامل دي. چې د راولپینډۍ اوسېدونکي دي. خو په اصل کښې د ننکانه صاحب دي. دواړه له یوې لویې اندازې چاودېدونکو توکو سره نیول شوي دي.
په نورو نیول شویو ترهګرو کښې هدایت الله، دیدار حسین او صداقت حسین شامل دي. د ترهګرۍ ضد څانګې په بیان کښې ویلي دی چې ترهګر د فتنې الخوارج (هغه نوم چې حکومت د تحریک طالبان پاکستان ته کاروي)، الزینبیون او نورو بندیز لګول شویو ډلو پورې تړاو لري.
د بیان له مخې ترهګرو په راولپنډۍ او نورو ښارونو کښې د مهمو ودانیو د په نښه کولو پلان لرلو. د ترهګرو پر ضد ټول نهه کیسونه ثبت شوې دي.
له ترهګرو څخه ټول ۲۶۴۵ ګرامه چاودېدونکي توکي، ۱۶ ډیټونیټرونه، ۳۷ فوټه د خوندیتوب فیز وایر، د بندیز لګول شویو سازمانونو ۷۵ پاڼې او مجلې هم ترلاسه شوي دي.
د استخباراتي عملیاتو تر څنګ ۲۰۵۳ تلاشي عملیات هم ترسره شوي دی. چې ۸۲۴۷۳ کسان پکې وڅېړل شول. ۲۶۳ شکمن کسان ونیول شول، ۲۲۶ ایف آی آر ثبت شول او ۱۶۳ توکي ترلاسه شول.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ لخوا خپاره شوي راپور له مخې په ټول هیواد کښې ټول ۱۰۵ ترهګریز بریدونه شوي دی.چې له ۲۰۱۵ راهیسې تر ټولو لوړ شمېر دی. پنجاب یوازې اووه بریدونه درلودل.