به‌روزرسانی دربارهٔ12 hours ago

د امریکا د کانګرس یو لوړ پوړی پلاوی د پاکستان د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر سره د یکشنبې په ورځ ولیدل. دوی د ترهګرۍ په وړاندې د پاکستان د پوځ هڅې وستایلې.

دغه پلاوی چې مشري یې کانګریس مین جک برګمن کوله او کانګریس مینان توماس سوزي او جوناتن جکسن هم پکې شامل وو. هغه په پراخه کچه یې د ګډو ګټو په اړه خبرې وکړې.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) په وینا د غونډې اصلي تمرکز سیمه ایز امنیت او دفاعي همکاري وه. دواړو خواوو د متقابل احترام شریکو ارزښتونو او ګډو ستراتیژیکو ګټو پر بنسټ د دوامداره اړیکو پر اهمیت ټینګار وکړ.

د امریکا قانون جوړونکو د ترهګرۍ ضد هڅو کښې د پاکستان د وسله والو ځواکونو مهم رول وستایه او د سیمه ایزې سولې او ثبات لپاره یې د پاکستان د پام وړ ونډې ته اشاره وکړه. د ISPR په وینا دوی د پاکستان د مقاومت او د خلکو ستراتیژیک ظرفیت ته هم خپله ستاینه څرګنده کړه.

آئي اېس پې آر زیاته کړه چي د پاکستان د هغه حاکمیت په اړه خپل احترام څرګندولو سره د امریکا د کانګرس پلاوي د پراخې دوه اړخیزې همکارۍ په ځانګړې توګه د امنیت، سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي پراختیا په برخو کښې د پرمختګ لپاره قوي ژمنه څرګنده کړه.

جنرال منیر د پلاوي د لیدنې له امله مننه وکړه او له متحده ایالاتو سره یې د خپلې اوږدې مودې ملګرتیا د پیاوړتیا او تنوع کولو لپاره د پاکستان هیله بیا تکرار کړه. هغه د یوې داسې دوه اړخیزې ګټورې اړیکې په اړه ټینګار وکړ چې د هر هیواد ملي ګټو ته درناوی وکړي.

د پام وړ خبره دا ده چې د غونډې په پایله کښې د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کښې د روزنې د همکارۍ د پیاوړتیا لپاره د تفاهم یادداشتونه (MoUs) هم لاسلیک شول.

په جلا توګه پلاوي د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د پلان جوړونې وزیر احسن اقبال او د بهرنیو چارو سکرټرې آمنه بلوچ سره هم ولیدل. پلاوی به آزاد کشمیر ته هم سفر وکړي.

نور ولولئ