د دولتي سرچينو په وینا د کورمې په ضلع کښې د امن ټينګښت لپاره د جنګياليو د سنګرونو نړول روان دي .
چارواکي وايي چې د کوهاټ د سولې تړون له مخې تر اوسه ۹۹۰ سنګرونه نړول شوي دي.
خو دا پروسه د سړکونو د بندېدو له امله له خنډ سره مخ ده. چې اوسېدونکو ته يې د خوراکي توکو سخت کمښت او ستونزې رامنځته کړي دي.
ځايي سرچينې وايي چې د سړکونو بندېدو او په خرلڅي کښې د پاکستان-افغانستان د پولې اته مياشتنۍ بندېدو د اړينو توکو رسولو ته سخت زيان رسولی دی.
خلک له سختو ستونزو سره مخ دي او د پېښور پرېس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره روانه ده. ګډونوالو ژمنه کړې چې تر څو سړکونه نه وي خلاص شوي او اغېزمنو ته مرستې نه وي رسېدلي نو خپل پرلت به روان ساتي.
راپورونه وايي چې پاکستاني او افغان چارواکي د خرلڅي پولې د پرانیستلو او د رسولو لارو د بيا پرانيستلو لپاره هڅې کوي او دواړو خواوو ترمنځ خبرې اترې روانې دي.
پاړاچنار له څو مياشتو راهيسې د سيمې د شيعه او سني قبيلو ترمنځ د وسله والې شخړې له امله بند دی. که څه هم حکومت په جنورۍ کښې د سولې تړون وکړ. خو د جګړو بندېدل لنډمهاله ثابت شول. له هغه وخت راهیسې چارواکو هڅه کړې چې د تل پاړاچنار لویه لار خلاصه وساتي او د جنګياليو د بې وسلې کولو او د سنګرونو د نړولو عمليات يې ترسره کړي دي.