د جمعې په ورځ یو نوی قانون نافذ شو چې له مخې یې په امریکا کښې ټول بهرني وګړي باید له حکومت سره ثبت شي او تل د خپل قانوني حالت سندونه له ځان سره ولري.
دا قانون د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوې اجرایوي فرمان له مخې نافذ شوی دی.
ټول غیر امریکايي وګړي چې عمرونه یې ۱۸ کاله او تر هغه زیات دي. باید تل د خپل ثبت ثبوت له ځان سره ولري. مهمه نه ده چې د دوی د اوسېدو حالت څه دی.
د دې قانون څخه سرغړونه کولی شي. جنایي او مدني جزاګانې ولري. هغه جزاګانی لکه جرمانې او بند دی.
د بایومټریک معلوماتو لپاره یو نوی آنلاین ثبت سیسټم جوړ شوی دی. هغه کسان چې مخکې یې ګوتې ندي چاپ شوي. باید د ګوتو چاپولو لپاره هم حاضر شي.
دا قانون په نږدې ټولو غیر امریکايي وګړو باندې تطبیق کیږي. لکه لیدونکي، زده کونکي، او کارګران هم شامل دی.
هغه کینیډین چې په امریکا کښې له ۳۰ ورځو څخه زیات پاتې کیږي. هم باید ثبت شي. مګر که دوی د (آئي-۹۴) داخلې ریکارډ ولري. کوم چې دوی کولی شي د ځمکني سرحدونو څخه یا د CBP One ګرځنده اپلیکیشن له لارې په ۶ ډالرو ترلاسه کړي.