د بنوں کنټونمنټ په برید کښې د عامو خلکو د مرګونو له امله د سخت عوامی احتجاج وروسته ترهګرې ډلې د بخښنې غوښتنه کړې ده.
د سه شنبې په ورځ ترهګرو په چاودېدونکو چیزونو بار لارۍ د کنټونمنټ په دیوالونو ووهلې. له امله یې جومات او د استوګنی ودانۍ ته سخت زیان ورسېده. دا برید هغه مهال وشو چې په جومات کښې د ماښام لمونځ روان و، چې له امله یې ډېر لمونځ کوونکي د خاورو لاندې شول.
په دې برید کښې ټول ۱۳ عام خلک و وژل شول او ۳۲ نور ټپیان شول. په همدې حال کښې ټول ۱۶ ترهګر وژل شوي او پنځه عسکر شهیدان شوي دي. د برید بلې ورځې په بنوں سپورټ کمپلکس کښې د قربانیانو لپاره لوی جنازه ترسره شوه
د برید وروسته د پېښې ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کښې خپرې شوې، چې عام خلک له خاورو لاندې د لمونځ کوونکو د ژغورلو کوشش کولو. په ویډیوګانو کښې څو کسانو پوښتنه کوله چې ولې په لمونځ کوونکو ډک جومات باندې برید شوی دی.
حافظ ګل بهادر پورې تړلې جیش الفرسان ډلې سمدلاسه د برید ذمه واری په غاړه واخیسته.
وروسته په سوشل میډیا کښې د ترهګرو د جسدونو ویډیوګانې خپرې شوې، چې په لارۍ کښې بار شوي وی. غوسه شوي خلک د لارۍ شاوخوا راټول شوي وو او پوښتنه یې کوله چې جسدونه چېرته وړل کیږي. په ویډیو کښې ځینو غږونو د جسدونو د سوځولو غوښتنه کوله.
په بنوں کښې د اینټی ټیرورزم چارواکو خبر کدا ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې د وژل شویو ترهګرو جسدونه د سیمې اوسېدونکو بغیر له جنازې خاورو ته وسپارل.
لکه څنګه چې د برید له امله عام احتجاج زیات شو، د ډلې څخه یو بل بیان خپور شو چې ویل یې ملکي وګړي د چاودنې د شدت له امله په ‘ناڅاپي ډول’ وژل شوي دي. په دې بیان کښې د عام خلکو په مرګ خواشیني څرګنده شوې او هغوی ته یې د ‘شهیدانو’ خطاب کړی او د هغوی لپاره یې دعاګانې کړې دي.
حافظ ګل بهادر ډلې په دې وروستیو کښې دعوی کړې چې خپل تنظیمی جوړښت او د عملیاتو په اړه خپل چلند دواړه بیا جوړ کړي دي. د تحریک طالبان پاکستان سره په ګډه دې ډلې اعلان کړی چې دوی د ملکي خلقو پر ځای د قانون پلي کونکو او امنیتي ځواکونه په نښه کولو اراده لري.
په هرصورت، د سه شنبې بریدونه چې د عام خلکو د لوی مرګ ژوبله سبب شول، دا ادعاوې ردوي. لکه څنګه چې ډله د ځانمرګو بریدګرو په ګډون بریدونو ته دوام ورکوي. دا څرګنده ده چې عملیات د بی فرقه تاوتریخوالي د رامنځته کولو لپاره ډیزاین شوي دي، چې عامو خلکو ته زیان و رسوي، حتی کله چې ډله ظاهراً په نظامي اهدافو تمرکز کوي.
د خُراسان ډایري په یوه مقاله کښې، چې په اسلام آباد کښې یو فکر مرکز او ډیجیټل رسنۍ ده چې امنیت او جګړې پوښي، راغلي چې د دې ډلې ورکوټی ډلې د جنګي واحدونو په توګه فعالیت کوي او هغه پیچلی جوړښت چې ډله یې د جوړولو دعوی کوي، په حقیقت کښې نه لري.
د دی نه علاوه له افغانستان سره د دې ډلې اړیکې مشهوره دي، د دې ډلې مشر پخپله د هیواد په جنوب کښې اوسیږي. دا هم ښه ثابته شوې ده چې د حافظ ګل بهادر ډله له نړیوالو ترهګرو سازمانونو سره اړیکې لري