افغانستان په ۲۰۲۵ کال کښې د پولیو ویروس لومړۍ پېښه د بادغیس په مغربی ولایت کښې راپور کړه.
د چارواکو په وینا، د پولیو ویروس د بالامرغاب په ولسوالۍ کې په ۵ کلنه نجلۍ کې تایید شوی وه. دا له تیر کال راهیسې په دې ولایت کې دویمه پېښه ده.
افغان طالبانو تیر کال د امنیتي اندیښنو له امله د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کښې د کور په کور د پولیو د واکسین کمپاین د یوې میاشتې لپاره وځنډاوه. طالبانو اعلان وکړ چې جوماتونه به د واکسین د مرکزونو په توګه وټاکل شي، چیرې چې کورنۍ کولی شي خپل ماشومان د پولیو څاڅکي ورکولو لپاره راولي.
پاکستان لا دمخه په نوي کال کښې په هیواد کښې دوه د پولیو پېښې تایید کړي دي.
پولیو له ګرده نړی څخه ورک شوی دی، مګر لاهم یوازې په دوو هیوادونو پاکستان او افغانستان کښې س پاتې دی. په ۲۰۲۴ کښې په پاکستان کښی ۷۴ پېښې راپور شوی او په افغانستان کښی ۲۵ پېښې راپور شوې.
دا ناروغي هیڅ درملنه نلري مګر د واکسین له لارې یې مخنیوی کیدی شي. په هرصورت، د واکسین هڅې د مذهبي تبلیغاتو او همدارنګه د ترهګری ګواښونو له امله اغیزمنې شوي دي.