د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال لومړی وزیر سینیټر اسحاق ډار اعلان کړی چې هغه به ډیر ژر کابل ته سفر کوي. د امریکا له سفر وروسته د خبریالانو سره په مرکه کښې ډار وویل چې پاکستان په مکرر ډول د افغان طالبانو حکومت ته وغوښتل چې د خپلې خاورې څخه د ترهګرۍ پای ته رسولو ته پاملرنه وکړي.
هغه وویل چې دوی به په ډیر ژر وخت کښې کابل ته سفر وکړي او د افغان مقاماتو ته به بیا څرګند کړي چې دوی باید د نړیوالو معاهداتو پیروي وکړي او د پاکستان د طالبانو تحریک(ټی ټی پی) ته اجازه ورنکړي چې د پاکستان پر وړاندې بریدونه د افغانستان د خاورې څخه منصوب کړي.
ډار وویل چې د پاکستان مسلم لیگ (ن) حکومت په ۲۰۱۸ کال کښې د ترهګرۍ له منځه وړلو کې بریالی شوی وو. هغه وویل چې د پاکستان تحریک انصاف (پی ټی آیی) حکومت د ټی ټی پی جنګیالیو ته په پاکستان کښې د بیا میشت کیدو اجازه ورکول، د ترهګرۍ بیا راپورته کیدو لامل شول.
خو هغه ټینګار وکړ چې پاکستان اوس هم افغانستان ته د بشري مرستو ورکړې په اړه خپله ژمنه ساتي او غواړي چې خپل ګاونډی اقتصادي پرمختګ وکړي. هغه وویل چې پاکستان همدا راز هیله لري چې د سیمه ئیزو اړیکو پروژو ته وده ورکړي ترڅو د افغانستان له لارې د مرکزي آسیا سره اړیکې ټینګې کړي.
ډار د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کښې د چین د مشرۍ لاندې د قومیت په اړه د غونډې په مقصد نیویارک کښې و چی په خپله وینا کښې هغه د افغانستان د لنډمهاله حکومت نه وغوښتل چې د ترهګرۍ په وړاندې قاطع ګامونه واخلي. هغه د نړیوالې ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې کې د دوه اړخیزو معیارونو پای ته رسولو غوښتنه وکړه.
پاکستان په رسمي ډول د طالبانو حکومت نه دی منلی څی په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال کښې د کابل له سقوط وروسته واک ته راغلی وو. حکومت اوس هم په کابل کښې سفارتی موجود والایی لری.