| به‌روزرسانی دربارهٔ |16:54

د ډیجیټل ټیکنالوژۍ د چټک پرمختګ له امله د غلطو معلوماتو یا ډس‌انفارمېشن خپرېدل په بې ساري ډول زیات شوي، چې کارپوهان یې د ټولنې لپاره جدي خطر بولي. متخصصین وایي چې یوه جعلي ویډیو یا ایډیټ شوی کلېپ په څو ثانیو کې تر میلیونونو کسانو رسېږي او د ټولنې فضا ګډوډوي.

پاکستاني خبریال او څېړونکي لیاقت علي خبرکده ته وویل چې غلط معلومات د ټولنیزو شخړو، بې باورۍ او تاوتریخوالي لامل کېږي. د نوموړي په وینا، د دې ستونزې د حل لپاره د فیکټ‌چیک نظام پیاوړتیا او د قانون د سخت تطبیق اړتیا ده.

د پاکستان ټېلی کمیونیکیشن ادارې (PTA) چارواکي وایي چې دوی د PECA قانون او سوشل میډیا رولز له مخې په دوامداره توګه غیرقانوني او جعلي مواد لرې کوي، خو د نړیوالو ټېکنالوژۍ شرکتونو د اطاعت ترلاسه کول لوی چیلنج دی.
د دې قوانینو له مخې هغه مواد منع دي چې د نظریې پاکستان پر ضد وي، د کرکې وینا خپروي، خلک د قانون په ماتولو هڅوي، یا فحاشي او توهین خپروي.

سیاسي شنونکي ریاض احمد د سیمه‌ییزو او نړیوالو کړکېچونو په وخت کې د ډس‌انفارمېشن خطر ته اشاره کوي. د ده په وینا، د هند او افغانستان سره د تاوتریخوالي پر مهال د دواړو لورو له خوا د جعلي معلوماتو پراخ کارول فضا نوره هم توده کړې وه. هغه زیاتوي چې ځینې داخلي سیاسي ډلې او بهرني شبکې هم په دوامداره توګه د ریاست ضد جعلي کمپاینونه چلوي.

سره له دې ستونزو، ریاض احمد بیا وایي چې د پاکستان ځوان نسل د بیدارۍ له امله په چټک ډول د درواغو په وړاندې غبرګون ښيي او د حقایقو څرګندولو کې مهم رول لري.

اسلامي لارښوونې: د خبر د تحقیق امر

علما وایي چې د غلطو معلوماتو مخنیوی یوازې قانوني نه، بلکې دینی مسؤلیت هم دی.
الله تعالی په قرآن کې امر کوي چې د فاسق کس له راوړل شوې خبر څخه باید تحقیق وشي، څو د نادانۍ له امله بل چا ته زیان ونه رسېږي.
رسول الله ﷺ هم ویلي چې د انسان لپاره په دروغ‌جن ثابتېدو کې همدا بس دی چې هر څه چې واوري، خپاره کړي.

نړیوال دریځ

پاکستان په ملګرو ملتونو کې د ډس‌انفارمېشن د مخنیوي په اړه یو قرارداد وړاندې کړی چې په اتفاق سره منظور شوی. د قرارداد هدف دا دی چې هېوادونه د غلطو معلوماتو په وړاندې اغېزمن اقدامات او شفافیت زیات کړي.

اروپایي اتحادیه د سزا پر ځای د فیکټ‌چیک او رسنیز پوهاوي پروګرامونو ته لومړیتوب ورکوي. خو ځینې هېوادونه لکه سعودي عربستان او متحده عربي امارات د جعلي معلوماتو خپرولو لپاره سختې قانوني سزاګانې لري.

پایله

کارپوهان باور لري چې د ډس‌انفارمېشن مخنیوی د قانوني چوکاټ، ټېکنالوژۍ، رسنیز پوهاوي او د عامو خلکو د احتیاط ګډ عمل غواړي. د دوی په وینا، د دولت، ادارو، او خلکو ګډې هڅې کولای شي ډیجیټل فضا خوندي کړي.

نور ولولئ