| به‌روزرسانی دربارهٔ |16:47

د پنجاب د اطلاعاتو او کلتور وزیرې عظمیٰ بخاري د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې اعلان وکړ چې د کالعدم تحریک لبیک پاکستان (TLP) پر ضد د صوبایي حکومت پراخ عملیات ترسره شوي دي او مهم اداري ګامونه اخیستل شوي دي.

هغې وویل چې د TLP ټولټال ۲۳.۴۰ اربه روپۍ شتمنۍ کنګل شوې دي او له دې ډلې سره تړلي ۹۲ بانک اکاونټونه هم منجمد شوي دي. د وزیرې په وینا، د دې تنظیم مالي ملاتړ کوونکو ۹۰ کسانو پر ضد هم قانوني چارې پیل شوې دي.

عظمیٰ بخاري زیاته کړه چې په ټولنیزو رسنیو کې د کرکې خپرولو او د تاوتریخوالي هڅولو په تور ۳۱ نوې مقد‌مې ثبت شوې دي. د عملیاتو پر مهال د پرمختللي وسلو، بُلټ پروف جاکټونو او د ګڼ شمېر مهماتو خولې هم برآمد شوي دي.

هغې وویل چې په صوبه کې د امن او مذهبي همغږۍ د پیاوړتیا لپاره مهم اصلاحات روان دي. د هغې په وینا، په پنجاب کې د ائیمه کرامو ۸۴ سلنه راجستر شوي او تمه ده چې دا عمل به په څو راتلونکو ورځو کې ۱۰۰ سلنې ته ورسېږي.

وزیرې زیاته کړه چې د کورنیو چارو وزارت د وفاق المدارس له پنځو سترو بورډونو سره خبرې کړې دي او ډېر ژر به په ټول پنجاب کې د دیني مدرسو رسمي راجسټریشن پیل کړي. هغې وویل چې د پنجاب وزیراعلیٰ د علماوو رول ته درناوی لري، هغه رول چې پخوانیو حکومتونو ته ترې لازم پام نه و کړی.

نور ولولئ