نائب صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د شنگهای د همکاریو سازمان (SCO) غړو هېوادونو ته غوښتنه کړې ده چې اقتصادي همکاري نوره هم چټکه کړي، له شریک هېوادونو سره اړیکې پراخې کړي او سازمان د راټوکېدونکو نړیوالو او سیمهییزو ننګونو د مقابلې لپاره عصري کړي.
اسحاق ډار دغه څرګندونې د سهشنبې په ورځ په مسکو کې د SCO د حکومتونو د رئیسانو شورا (CHG) په ۲۴م اجلاس کې د وینا پر مهال وکړې.
نوموړي په خپله وینا کې د سیمې د هوساینې او د سازمان د پیاوړتیا لپاره یو لړ مهم وړاندیزونه وړاندې کړل. ده وویل چې SCO د ژور اقتصادي ادغام پر لور روان دی، او د پایدار پرمختګ لپاره سوداګري، ښه بنسټیز جوړښت، پانګونه او د ډیجیټلي اقتصاد پراختیا خورا مهم دي.
نائب صدراعظم د SCO د پرمختیایي بانک د پروژو د فعالولو او د انټر بینک کنسورشیم د اغېزمن کار لپاره وړاندیز وکړ، څو د اتصال پروژو ته لا زیاته وده ورکړل شي.
هغه ټینګار وکړ چې مبصر او شریک هېوادونه باید یوازې په “خاموش نندارې” محدود نه شي، بلکې د دوی د مهارت او تجربې له مخې باید په عملي پروژو کې ونډه ولري.
اسحاق ډار د سازمان د نړیوال حضور د زیاتېدو لپاره انګلیسي ژبه د کاري ژبې په توګه د معرفي کولو هرکلی وکړ او د ژباړې لپاره د ځانګړو واحدونو د جوړولو وړاندیز یې وکړ.
نوموړي د SCO د پوهنتونونو د شبکې د پراخولو غوښتنه وکړه، څو د معلوماتي ټکنالوژۍ (IT)، مصنوعي ځیرکتیا (AI)، کرنې او ټیلی میډیسن په څېر برخو کې د زدهکوونکو تبادلې او ګډې څېړنې زیاتې شي.
اسحاق ډار وویل چې پاکستان پر ټکنالوژۍ ولاړ د طبیعي افتونو د مدیریت نوی سیستم جوړ کړی دی. ده وړاندیز وکړ چې د سیمې د ګډ چمتووالي د پیاوړتیا لپاره دې د غړو هېوادونو ترمنځ ګډ تمرینونه (Simulation Exercises) ترسره شي.
د غونډې تر څنګ اسحاق ډار د چین له وزیراعظم لی چیانګ سره هم ولیدل. دواړو مشرانو د “پاکستان او چین تلپاتې ستراتیژیکې ملګرتیا” پر عزم بیا ټینګار وکړ، دوه اړخیزې همکارۍ یې وڅېړلې او پر نړیوالو موضوعاتو د ریښتیني وخت اړیکو د دوام پرېکړه یې وکړه.
وروسته له دې، اسحاق ډار د نورو پلاوو له مشرانو سره یو ځای د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره هم ولیدل. ولسمشر پوتین د غونډې ګډونوالو ته هرکلی ووایه او د SCO تر چتر لاندې د سیمهییز اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا پر اهمیت یې ټینګار وکړ.



