د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغان طالبانو هغه څرګندونې په کلکه رد کړې دي چې پکې افغان سوداګرو ته ویل شوي وو چې د پاکستان پر ځای دې نورو بازارونو ته مخه کړي. د وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي د خپل اونیز مطبوعاتي بریفینګ پر مهال روښانه کړه چې پاکستان د سیمه ییزې سوداګرۍ پلوی دی، خو دا هغه وخت نه شي غهړېدلی چې سرحدي سیمو کې وسله واله فعالیتونه روان وي.
ویاند ټینګار وکړ چې د پاکستاني وګړو امنیت د هر اقتصادي ګټې نه زیات ارزښت لري. هغه وویل، له افغانستان سره سوداګریز او ټرانزېټي ترتیبات یوازې هغه وخت شوني دي چې کابل د خپلې خاورې څخه د پاکستان ضد ډلو د فعالیت مخنیوي لپاره واضح او عملي ګامونه واخلي. هغه په اسلام آباد او وانا کې وروستیو بریدونو ته اشاره وکړه چې څرګندې نښې یې د افغانستان لوري ته تللې او زیاته یې کړه چې د اسلام آباد ځانمرګی بریدکوونکی یو افغان تبعه و.
طاهر حسین اندرابي د طالبانو دا دعوې رد کړې چې ګواکې دوی د دغو ډلو د کنټرول توان نه لري، او ویې ویل چې دا خبره د هغوی د بشپړ ولسي واک ادعا کمزوري کوي. هغه خبرداری ورکړ چې پاکستان به د خپلو وګړو د امنیت لپاره ټول لازم اقدامات ترسره کړي، او افغانستان به د هغو وسله والو ډلو د فعالیت مسؤل وپېژندل شي چې خپله خاوره د پاکستان د نښه کولو لپاره کاروي.
بهرنیو چارو وزارت زیاته کړه چې پاکستان د طالبانو له حکومت سره د سولې خبرو ته ژمن دی، خو له TTP او “فتنه الخوارج” سره پر ضد د قاطع اقدام پرته خبرې پر مخ نه شي تلای.
ترجمان د هند له لوري د نیوټرل اېکسپرټ له بهیر سره د نه یوځای کېدو پرېکړه غیر قانوني وبلله او ویې ویل چې دا کار به د منځګړیتوب پروسه نه شي درولای.



