د هندي رسنیو د راپور له مخې، د جمعې ماښام د هند له خوا په ناقانونه توګه تر اشغال لاندې جمّو او کشمیر (IIOJK) د سرینګر په یوه پولیس سټېشن کې هغه مهال زوروره چاودنه وشوه چې په ودانۍ کې د ضبط شويو چاودېدونکو توکو لوی زېرمتون وچاودېد. په دې پېښه کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان شوي دي. د NDTV په وینا، د وژل شويو ډېری برخه د پولیسو او د فرانسېک ټیم له غړو څخه ده چې د موادو د معاینې لپاره په ځای کې موجود وو.
دا چاودنه په داسې حال کې رامنځته شوې چې له دې څلور ورځې مخکې په ډهلي کې د موټر یوه مرګونې چاودنه شوې وه چې پکې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي وو. هند دغه پېښه د ترهګرۍ عمل بللی دی.
په پولیس سټېشن کې زیرمه شوي امونیم نایټرېټ پر بنسټ جوړ شوي چاودېدونکي مواد، د نومبر په لومړیو کې د یوې پراخې څېړنې په نتیجه کې ضبط شوي وو. د دغې څېړنې په ترڅ کې په IIOJK، هریانه، اترپردېش او ډهلي کې ګڼ کسان نیول شوي وو. پولیس وايي چې دغه څېړنه د وروستي موټر بم برید سره تړاو لري.
د ډهلي د تاریخي لال قلعه مخې ته د دوشنبې په ماښام شوې چاودنه کې اته کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۲۰ نور ټپیان شوي وو، چې له ۲۰۱۱ کال وروسته په دې ګڼ مېشته ښار کې دا ډول لومړۍ پېښه وه. چارواکي د موټر د چاودنې او په دې وروستیو کې په کشمیر کې د وسلو او د بم جوړولو د توکو له لرلو په تور د نیول شويو اوو کسانو تر منځ د احتمالي اړیکو پلټنه کوي.
د هند لومړي وزیر نرندر مودي په ګډون لوړپوړو چارواکو ژمنه کړې چې د ډهلي د چاودنې مسؤلین به د قانون منګلو ته وسپاري.



