د جوائنټ چیفس آف سټاف کمیټۍ (CJCSC) رئیس، جنرال ساحر شمشاد مرزا، د خپل رسمي سفر پر مهال د سعودي عرب د وسله والو ځواکونو له مشر، جنرال فیاض بن حامد الرویلی سره وکتل.
په دې مهمه لیدنه کې دواړو مشرانو د دوه اړخیزو دفاعي همکاریو د لا پیاوړتیا او همدارنګه په نړیواله او سیمهییزه کچه د وضعیت په بدلونونو مفصلې خبرې وکړې. دواړو لورو پوځي مشرانو د پاکستان او سعودي عرب ترمنځ د ټینګ، وروڼیزو اړیکو او اوږدمهاله دفاعي همکارۍ د لا ژورولو عزم تکرار کړ.
جنرال ساحر شمشاد مرزا ته د پاکستان او سعودي عرب د اړیکو د لا پیاوړتیا، په ځانګړې توګه د پوځي اړیکو د قوي کولو په برخه کې د دوی د برجسته خدماتو په اعتراف کې، د “کینګ عبدالعزیز میډل آف آنر آف دی ایکسیلنټ کلاس” جایزه ورکړل شوه.
د سعودي پوځي مشرانو په دې موقع د پاکستان د وسله والو ځواکونو مسلکي وړتیاوې وستایلې او د ترهګرۍ پر ضد په جګړه کې د هغوی قربانۍ یې هم ومانلې.



