په بنو کې د پولیسو او ترهګرو ترمنځ د نښتې پر مهال یو پولیس افسر شهید شو، ۹ تنه پولیس ټپیان شول او څلور ملکي وګړي هم د ډزو له امله زخمي شول. ټپیان د بنو ډي اېچ کیو (مرکزي روغتون) ته ولېږدول شول. د عملیاتو پر مهال د پولیسو کانسټیبل عابد خان د ترهګرو په ډزو کې شهید شو.
د شهید پولیس د جنازې لمونځ د بنو په پولیس لاین کې د دولتي اعزاز سره ادا شو. په جنازه کې د پولیسو، پاکستان پوځ افسرانو، د شهید کورنۍ او ګڼ شمېر ملکي خلکو ګډون وکړ.
د پولیسو ضلعي مشر (ډي پي او) سلیم عباس کلاچي وویل چې د ترهګرو پر ضد عملیات به لا پسې ګړندي کړي. هغه زیاته کړه چې پولیس هر وخت د هر ډول وضعیت مقابلې ته تیار دي، او د شهید د قاتلانو بدل به ډېر ژر واخلي.
د بنو شهید پولیس عابد خان د جنازې لمونځ د دولتي اعزاز سره د پولیس لاین کې ادا شو، چې پکې د پولیس افسرانو، د پاکستان پوځ چارواکو، د شهید د کورنۍ غړو او نورو پولیسو ګډون وکړ.
د معلوماتو له مخې، نن د بنو د کنټ پولیس سټېشن په حدودو کې د مامند خېل په سیمه کې پولیسو او سي ټي ډي د ترهګرو ضد د لټون عملیات ترسره کول، چې ترهګرو له مخکې کمین نیولی و او ډزې یې وکړې. په ډزو کې یو پولیس سرتېری شهید شو، څو نور ټپیان شول، او څلور ملکي وګړي هم زخمي شول.
په ځوابي ډزو کې پولیسو څلور ترهګر ووژل او څو نور یې ټپیان کړل.
په پېښې ځای کې ډي پي او بنو سلیم عباس کلاچي وویل:
“شهید پولیس زموږ ورور دی، موږ به حتماً د خپل ورور بدل اخلو.”
هغه زیاته کړه چې د بنو د پولیسو عملیات د ترهګرو پر ضد لا زیات شوی دی.
ده وویل:
“دا زړور سرتېري زموږ ویاړ دي، چې د هېواد، ملت او سولې لپاره یې خپلې قېمتي وینې ورکړې. د دوی قربانۍ به هېڅکله ضایع نه شي. د بنو پولیس هر وخت تیار ولاړ دي، او هېڅکله به د هېواد او ټولنې د دښمنانو، ترهګرو او د هغوی د ملاتړ کونکو شومې موخې نه پرېږدي چې بریالي شي.”



