| به‌روزرسانی دربارهٔ |17:05

ايف سي بلوچستان د اکتوبر ۲۰۲۵ په مياشت کې د ولايت په ليرو او وروسته پاته سيمو کې ۲۵۱ وړيا طبي کيمپونه جوړ کړي، چې موخه يې خلکو ته د بنيادي روغتيايي اسانتياوو رسول وو. دا کيمپونه په تربت، بلېده، مند، هوشاب، دشت، خاران او دالبندين سيمو کې جوړ شوي، چيرې چې روغتيايي خدمتونو ته رسېدل ډېر محدود دي.

د سيمې د خلکو د وينا له مخې، له دې فلاحې اقدام څخه تر ۱۶،۱۴۵ زيات ناروغانو ګټه اخيستې ده. ناروغانو ته د تجربې کارو ډاکټرانو او روزل شوو طبي کارکوونکو له خوا وړيا معاينات او دواګانې ورکړل شوې دي.

په دغو طبي کيمپونو کې د ماشومانو، مېرمنو او مشرانو لپاره ځانګړې پاملرنه شوې وه، او د عامو او موسمي ناروغيو د درملنې تر څنګ د وقايې او روغتيايي پوهاوي پروګرامونه هم ترسره شول.

سيمه ييزو خلکو د ايف سي بلوچستان دا هڅه وستايله او دا يې په هغو سيمو کې د روغتيايي خدمتونو د بيا فعالېدو يو مهم ګام وباله، چې له پامه غورځول شوې وې. هغوی د ايف سي بلوچستان د عامه خير ښېګڼې د دوامدارې ژمنې او هڅو ستاينه هم وکړه

نور ولولئ