د بلوچستان حکومت د امن او نظم د وضعې د ساتلو په موخه د پشين په ولسوالۍ کې د راتلونکو ۱۵ ورځو لپاره دفعه ۱۴۴ نافذ کړې ده.
د بلوچستان د کورنيو چارو وزارت په دې اړه رسمي خبرتيا (نوټيفيکېشن) خپره کړې ده، چې له مخې به دا بنديز د ۲۰۲۵ کال د نومبر تر ۲۰مې نېټې پورې نافذ وي.
د خبرتيا له مخې، د پشين په ولسوالۍ کې به د وسلو ښکاره کول، جلسې، جلوسونه، دهرنې (احتجاجي ناستې) او د پنځو تنو څخه زياتو کسانو راټولېدل په بشپړ ډول ممنوع وي.

يادونه بايد وشي چې د بلوچستان د نورو سيمو په څېر، په پشين کې هم تر دې وړاندې د امن او امان د وضعې له امله دفعه ۱۴۴ عملي شوې وه او وخت په وخت پرې تمديد شوی و.
د بلوچستان حکومت د اګست په لومړۍ نېټه په ټوله صوبه کې دفعه ۱۴۴ نافذه کړې وه، چې وروسته د اګست په ۱۵مه او بيا د اګست په ۲۹مه نېټه د ۱۵ ـ ۱۵ ورځو لپاره وغځول شوه او دا بنديز تر سپتمبر ۱۵مې پورې دوام درلود.
د تېر بنديز پر مهال، د سپتمبر په ۸مه نېټه د صوبې مرکز کوټه کې پوليسو له ۱۰۰ څخه زيات مظاهرهچيانو ونيول، ځکه چې هغوی د ټولنيزو غونډو پر بنديز سرغړونه کړې وه.
پر دغو کسانو تور و چې بازارونه يې په زوره تړلي او سړکونه يې بند کړي وو.
د کوټې د پوليسو مشر (اېس اېس پي محمد بلوچ) هغه مهال دا خبره تاييد کړې وه چې د دفعه ۱۴۴ د سرغړونې په تور له سل زيات کسان نيول شوي دي.



