جرمني د پاکستان هغو افغان کډوالو ته د نغدي مرستې وړانديز کړی دی، چې د دغه هېواد د بيا مېشتېدو له پروګرام څخه د وتلو موافقه وکړي. دا څرګندونه د سه شنبې په ورځ د فعالانو له لوري شوې ده.
دغه افغانان هغه کسان دي چې د جرمني د پخوانۍ حکومت له لوري د منل شوې پناهځای پروګرام لاندې شامل شوي وو، خو د محافظهکار چانسلر فریډرېک مرز له خوا د مې په مياشت کې د واک تر ترلاسه کولو او د پروګرام له ځنډېدو وروسته، نږدې ۲,۰۰۰ تنه اوس مهال په پاکستان کې بند پاتې دي.
د “ایر بریج کابل” په نوم د يوې نوښت ډلې د معلوماتو له مخې، افغان کډوالو ته يو رسمي ليک استول شوی چې پکې د پروګرام له پرېښودو په بدل کې د مالي مرستې او نورو اسانتياوو وړانديز شوی دی.
د دې وړانديز له مخې، يوې يوازېنۍ ښځې ته به په پاکستان کې د لومړۍ قسط په توګه ۱,۵۰۰ يورو (نږدې ۱,۷۰۰ امريکايي ډالر) ورکړل شي.
که چيرې نوموړې افغانستان يا کوم بل درېيم هېواد ته لاړه شي، نو هغې ته به ۵,۰۰۰ يورو نوره مرسته هم ورکړل شي.
د جرمني د کورنيو چارو وزارت وياندې دا خبره تأييد کړې چې دا ډول وړانديزونه د “رضاکارانه ستنېدنې پروګرام” يا د “درېيم هېواد ته د تګ چوکاټ” له لارې شته. دا پروګرام په اصل کې هغو افغانانو ته ځانګړی شوی و، چې د جرمني له ځواکونو سره يې په افغانستان کې کار کړی و، يا د طالبانو له خوا له ځانګړي ګواښ سره مخ وو، لکه: خبريالان، وکيلان، او د بشري حقونو فعالان.
د “ایر بریج کابل” غړې ایوا بير ويلي چې د دوی تر معلوماتو پورې، هېڅ داسې کډوال نشته چې د جرمني د وروستي وړانديز د منلو اراده ولري. هغې زياته کړه چې ډېرو کډوالو له دې پرېکړې سره صدمه او سخت غبرګون ښودلی دی.
هغې د يو افغان پناهغوښتونکي پيغام شريک کړ چې پکې ليکل شوي وو:
“زه رېږدم او ژړا بندولی نه شم. زه پيسې او ډوډۍ نه غواړم، زه يوازې خوندي ژوند غواړم.”
په پاکستان کې خرابېدونکې وضعیت
په پاکستان کې چارواکو په وروستيو مياشتو کې د هغو افغانانو پر ضد عمليات زيات کړي دي، چې د قانوني اسنادو پرته هلته اوسېږي.
د اوړي پر مهال، د جرمني د پروګرام له ډلې څخه ۲۰۰ څخه زيات افغانان بېرته افغانستان ته شړل شوي وو.
که څه هم د سپتمبر په مياشت کې د جرمني د بهرنيو چارو وزارت وياندې ويلي وو چې له پاکستان سره “تفاهم” شوی، څو د پروګرام ګډونوال به د کال تر پايه پورې نه نيول کېږي او نه به شړل کېږي، خو د “ایر بریج کابل” د مالوماتو له مخې، د اکتوبر په وروستيو کې ۱۷ تنه نور افغانان بيا هم نيول شوي دي.
دغه ډله وايي چې د تېرې مياشتې په اوږدو کې د دواړو هېوادونو تر منځ پوځي نښتو هم په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعه لا پسې خرابه کړې ده.
په افغان کډوالو ته لېږل شوي تازه ليک کې دا منل شوې چې “په پاکستان کې اړين مراحل بايد د ۲۰۲۵ کال تر پايه بشپړ شي”، خو ورسره دا هم ويل شوي چې “له بده مرغه دا ضمانت نه شي ورکول کېدای چې ټولې چارې به پر وخت پای ته ورسېږي.”
په همدې حال کې، د بيا مېشتېدو پروګرام يو شمېر ګډونوالو د قانوني دعوې له لارې جرمني ته د راتلو اجازه ترلاسه کړې ده. د راپورونو له مخې، ۱۴ افغانان د تېرې پنجشنبې په ورځ له همدې لارې جرمني ته ورسېدل.



