| به‌روزرسانی دربارهٔ |15:08

د پولیسو د بنو ریجن مرستیال انسپکټر جنرال (ډي آی جي) سجاد خان د ټاون‌شیپ او ډومیل د بېلابېلو قومونو له مشرانو او مخورو سره یو مهم جرګه ترسره کړه. په دې جرګه کې د امن او امان وضعیت، سیمه‌ییز امنیت، د ترهګرۍ پر ضد د پولیسو روان اقدامات او د نشه‌يي توکو د مخنیوي لپاره هڅې تر بحث لاندې راوستل شوې.

ډي آی جي سجاد خان وویل چې د بنو پولیس ځواک د ترهګرو او جنایي عناصرو پر ضد پوره ځواکمن عملیات ترسره کوي. هغه د وروستیو بریالیو عملیاتو یادونه وکړه چې پکې د ترهګرو شبکې له منځه وړل شوې دي او زیاته یې کړه چې بنو پولیس د خپلو شهیدانو د وینو بدله اخلي.

نوموړي ډاډ ورکړ چې د نشه‌يي توکو د کاروبار او نورو ټولنیزو ناوړه پدیدو د له منځه وړلو لپاره به سخت اقدامات ترسره کېږي، څو نوې نسل د تباهۍ څخه وژغورل شي.

ډي آی جي سجاد خان د شخړو د حل او ټولنیز نظم په ټینګښت کې د جرګې دودیز نظام او د “چغه پارټۍ” رول وستایه او د دې ولسي میکانېزم د ملاتړ ډاډ یې ورکړ.

په دې موقعه د بېلابېلو قومونو مشرانو د پولیسو قربانۍ وستایلې او د امن او ثبات د ټینګښت لپاره یې د پولیسو ترڅنګ د “شانه په شانه” ولاړ پاتې کېدو او هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

ډي آی جي سجاد خان وویل چې د ولس په ګډ ملاتړ سره به بنو ریجن په بشپړ ډول د امن او استحکام مرکز وګرځوي

نور ولولئ