| به‌روزرسانی دربارهٔ |18:05

په پاکستان کې د وروستیو ۴۸ ساعتونو په ترڅ کې د ترهګرۍ پېښې زیاتې شوې دي، چې ډېر تمرکز یې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو دی. ترهګرو یو ځل بیا د امنیتي ځواکونو او دولتي تاسیساتو پر ضد بریدونه کړي چې په ځینو سیمو کې د ژر تر ژره ځوابي عملیاتو لړۍ هم روانه ده.

بلوچستان: پر کمشنر برید او پولیس اهلکار شهید

د بلوچستان د تربت په سیمه کې د دوشنبې په شپه د ډپټي کمشنر بشیر احمد پر موټر د بم چاودنه وشوه. په پېښه کې د کمشنر موټر ته لږ زیان او څو پولیس سپک ټپیان شوي دي. له چاودنې وروسته سیمه کلابنده شوې او د ترهګرو د پلټنې عملیات روان دي.

همدارنګه د بھاګ ناړی په سیمه کې وسله والو پر پولیسو ډزې کړې چې له امله یې یو پولیس انسپکټر شهید شوی او پولیسو په ځوابي عملیاتو کې دوه ترهګر له منځه وړي دي.

باجوړ: سیمه‌ییز مشر وژل شوی

په باجوړ کې د عنایت‌کلي په بازار کې نامعلومو وسله والو ملک حبیب وواژه. هغه د سیمې یو پېژندل شوی مشر و. پولیس وایي چې د پېښې تحقیقات روان دي خو تر اوسه یې کوم شکمن نه دی نیولی.

لکي مروت: د پولیس اهلکار تښتول کېدل

د لکي مروت په شهبازخېل سیمه کې یو پولیس اهلکار د وسله والو له لوري تښتول شوی دی. امنیتي چارواکي وايي چې په همدې سیمه کې څو ورځې وړاندې هم یو کس تښتول شوی و چې وروسته مړی وموندل شو. پولیس زیاتوي چې د تښتوونکو د نیولو لپاره عملیات دوام لري.

شمالي او جنوبي وزیرستان: د امنیتي ځواکونو سترې بریاوې

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې له مخې، په شمالي وزیرستان کې په استخباراتي عملیاتو کې درې ترهګر وژل شوي دي چې ویل کېږي له بهر څخه یې ملاتړ کېده.

همدارنګه د اکتوبر په ۲۴ او ۲۵ مه د کُرم او سپین وام سیمو ته نېږدې د پولې په لور د تلو پر مهال ۲۵ نور وسله وال په نښه شوي او له منځه تللي دي.

په جنوبي وزیرستان کې بیا د اعظم ورسک په سیمه کې یو مهم ترهګر حبیب‌الرحمان وژل شوی او درې نور ژوبل دي.
بنو: د پولیس سرتېري شهادت

په بنو کې د ککي سیمې پولیس چارواکي وایي چې یو پولیس سرتېری هغه مهال په هدف شو کله چې له دندې کور ته روان و. د بریدګرو د نیولو هڅې روانې دي.

خیبر: پر امنیتي کاروان برید، درې سرتېري شهید

په خیبر کې د اکاخېل په سیمه کې پر امنیتي ځواکونو برید شوی چې له امله یې درې سرتېري شهید او پنځه نور ټپیان شوي دي. د سیمې د تصفیې پراخ عملیات پیل شوي دي.

پاکستان او افغانستان خبرې اترې ترکیه کې دوام لري

امنیتي سرچینې وایي چې د پاکستان او افغان طالبانو د پلاوو ترمنځ خبرې د سه شنبې په شپه هم روانې وې. راپورونه وایي چې مذاکرات کله ناکله د موافقې نشتوالي له امله ودرېږي، خو بیا بیا پیل کېږي. تر اوسه ګډ اعلامیه نه ده خپره شوې، خو هیلې شته چې د مثبت دریځ په صورت کې به پرمختګ وشي.

نور ولولئ