| به‌روزرسانی دربارهٔ |10:51

په ترکیه کې د استنبول ښار پر ځای له درې ورځنیو خبرو اترو وروسته، د پاکستان او افغانستان ترمنځ له سرحده د اوښتونکې ترهګرۍ د مخنیوي په څرنګوالي اختلافات لا هم پر ځای پاتې دي، او خبرې اترې د امید او ناامیدۍ ترمنځ ځوړندې لیدل کېږي. د دوشنبې ورځې تر ناوخته پورې چارواکو تأیید کړه چې لا هم وروستي هوکړې ته رسېدل ممکن شوي نه دي.

سرچېنو چې له بندو دروازو تر شا بحثونو خبر دي ویلي، که څه هم په ډېرو مهمو ټکو دواړو لورو اتفاق کړی، خو د افغان خاورې څخه د سرحدي بریدونو کوونکو د ډلو پر وړاندې د داسې اقدام څرنګوالی چې “قابل تصدیق” وي، لا هم تر ټولو لویه شخړه ده.

د سرچینو په وینا، هیله وه چې ډېر ژر له افغانستان سره پر یوه ګډ سند د لاسلیک امکان پیدا شي او وروسته ګډ بیان خپور شي، خو دا هدف لا هم لرې ښکاري.

ویل شوي چې د ورځې په پیل کې فضا ډېره مثبته وه او دواړو لورو د “حوصلې بښوونکې پرمختګ” او “جدي خبرو” ستاینه کوله.

خو لکه څنګه چې ورځ تیریده او بحثونه شام ته ورسېدل، د هیلې څرکونه ورو ورو کم شول. یوې سرچینې اعتراف کړی چې له ځنډ او نه حل کېدو سره د غونډې فضا د ناهیلۍ پر لور روانه شوه.

د شپې پر مهال داسې ښکاره شوه چې بهیر یو ځل بیا په ټپه ولاړ شوی. د ګډونوالو په وینا، د افغان طالبانو پلاوي د تحریک طالبان پاکستان (TTP) له ملاتړ څخه د لاس په سر کېدو په اړه د تأیید وړ لیکلي تضمینونو د ورکولو څخه ډډه کړې.

یو پاکستاني چارواکي «ډان نیوز» ته وویل، چې منځګړي هېوادونه د پاکستان اندېښنې درک کوي، خو هغه کسان چې په کابل او کندهار کې واک لري، د هر ډول لیکلي ژمنې منلو ته چمتو نه دي.

د پاکستان دریځ له پیل څخه څرګند دی چې طالبان باید د TTP ملاتړ ختم کړي او د افغانستان خاوره د پاکستان پر خلاف د ترهګریزو بریدونو لپاره له کارېدلو وساتي.

د دې بن‌بست سره سره، د ترکیې او قطر منځګړو ټینګار وکړ چې خبرو اترو ته دوام ورکول مهم دي او باید دا بهیر ناکام نه شي. د ډان نیوز د رپوټ له مخې، یوه منځګړي وویل: “که څه هم لوی پرمختګ نه دی شوی، خو دا مهمه ده چې دواړو لورو درې ورځې په پرله‌پسې ډول خبرې کړي، دا ښيي چې هېڅ اړخ نه غواړي دغه بهیر پای ته ورسي.”

اړوند راپورونه وايي، اوس د دواړو لورو مرکچیان په استنبول کې غور کوي چې ایا خبرې اترې څلورمې ورځې ته وغځول شي او که نه.

نور ولولئ