| به‌روزرسانی دربارهٔ |14:22

د خیبر پښتونخوا په بنوں سیمه کې د امن او نظم ساتلو په کوششونو کې یو لوی بریالیتوب هغه وخت ترلاسه شو کله چې د سی ټي ډي بنوں سیمي او بنوں پولیس په ګډه یو مهم عملیات ترسره کړل او دوه ډیر مطلوب ترهګر یې ووژل. په وژل شوو کې هغه اصلي کس هم شامل دی چې د سی ټي ډي څلور زړور کسان یې شهیدان کړي وو.

​د پولیسو په وینا دا ګډ عملیات د ډی آی جي بنوں ریجن سجاد خان په خاص لارښوونه، د ډومیل په سیمه کې، د کمپني روډ پر یوه پټ خبر ورکړل شو. امنیتي ځواکونو په ډیر ښه پلان سره، د فتنہ الخوارج ډلې پورې تړلي دوه مطلوب کسان په نښه کړل. دا دواړه ترهګر د بنوں پولیسو او سی ټي ډي ته په ډیرو سختو پېښو کې مطلوب وو.

​د پولیسو په وینا په وژل شوو ترهګرو کې یو راشدین عرف ملنګ یار هم شامل دی. چې هغه د سی ټي ډي د څلورو کسانو د وژنې اصلي ماسټر مائنډ ګڼل کیږي.

​له عملیاتو وروسته د ترهګرو له قبضې څخه ډیرې زیاتې وسلې، هینډ ګرینډز او د منع شوي (کالعدم) تنظیم کارتونه ترلاسه شوي. چې دا یې د بدو نیتونو قوي ثبوت دی.

​ډی آی جي بنوں ریجن سجاد خان د بریالي عملیاتو په برخه اخیستو له بنوں پولیسو او سی ټي ډي ټیمونو ډیره ستاینې وکړې او دوی ته یې لوی درناوی وړاندې کړه. هغه وویل چي د بنوں پولیس او سی ټي ډي د ځوانانو زړورتیا، جرائت او قربانۍ د امن د ټینګښت ضمانت دی. مونږ په دې باور لرو چې بنوں ریجن به د ترهګرو له ناپاک وجوده په مکمل ډول پاک کړو او په ریجن کې به په پورا توګه امن راولو.

نور ولولئ