په آزاد جموں و کشمیر کې د خلکو په ستونزو باندې له سختو مظاهرو وروسته، د پاکستان او آزاد کشمیر حکومتونو د مذاکراتي ټیمونو او جوائنټ ایکشن کمېټۍ ترمنځ یوه تاریخي معاهده لاسلیک شوه. حکومتي چارواکو دا ګام د اخلاص، کشمیری ولس سره ژمنتیا او د سولې عزم بللی او ویلي یې دي چې جګړه نه بلکې خبرې اترې د کشمیر کاز پیاوړی کوي، او دا معاهده د پرمختګ، انصاف او ثبات نوې پیل دی.
د حکومت لوړ پوړو چارواکو ټینګار وکړو چې دا معاهده چې د وزيراعظم شهباز شريف او د آزاد کشمیر وزيراعظم تر مشرۍ لاندې ترسره شوه. د اخلاص، سنجیدګۍ او ملي احساس څرګندونه کوي.
د پاکستان او آزاد کشمیر حکومتونو په هره مرحله کې د ټکر پرځای د خبرو اترو لاره غوره کړه او یوځل بیا یې ثابته کړه چې دوی د کشميري ولس رښتیني خواخوږي دي. د تېرو څو ورځو د غمجنې پېښې وروسته هم حکومت زغم او حوصله وښودله او په مذاکراتو یې ټینګار وکړو ترڅو د خلکو ژوند او مال خوندي شي او نور زیان ونه رسېږي.
د حکومت واضح دریځ دا دی چې د کشمیر کاز یوازې په ثبات، انصاف او پرمختګ سره پیاوړی کېدای شي. نو ځکه د قوت استعمالولو پرځای خبرو اترو ته لومړیتوب ورکړل شو. دې معاهدې کړکېچ په سوله بدل کړو او بدامني یې د پرمختګ په فرصت واړوله.
د معاهدې اصلي مقصد دا ده چې خلکو ته چټک او قوي ریلیف ورسوي. د دې معاهدې لاندې دا لاندې مهم ګامونه پورته کېږي:
بنیادی ریلیف: خلکو ته به ارزان اوړه، ارزانه برېښنا، او د صحت کارډ سمدستي بیرته فعال شي.
صحت او تعلیم: د صحت په برخه کې د انقلابي بدلون لپاره په هره ضلع کې د MRI او CT سکین مشینونو برابرول او د صحت بیمې بیرته پیلول منظور شول. په تعلیم کې نوي تعلیمي بورډونه جوړیږي چې د فیډرل بورډ سره به تړلي وي. ترڅو زده کوونکو ته په ټول هېواد کې مساوي موقعې برابرې شي.
د حکومتدارۍ اصلاحات: د نظام د باوري کولو لپاره به کوچنۍ کابینه، کمه بيوروکراسي، د غیر ضروري ادارو پای او د ولسي ټیکسونو په شفاف استعمال باندې موافقه وشوه.
په دې معاهده کې پرمختیایي منصوبو او د عدالت او انصاف پر برابرولو خاص پاملرنه شوې ده. چېرته چې د ۱۰ میلیارده روپیو پرمختیایي پیکج له لارې به د برېښنا په سیسټم، سړکونو، پلونو، تونلونو او هوایي ډګرونو کې پانګونه وشي. چې ورسره به د کار موندنې موقعې زیاتې او اقتصاد به پیاوړی شي.
معاهده کې دا هم پرېکړه وشوه چې د تاوتریخوالي په پېښو کې د مړو شویو مظاهره کوونکو او حکومتي چارواکو دواړو ته به یو شان تاوان ورکول کېږي. چې دا ښیي چې د حکومت په نظر کې د هر چا ژوند یو شان ارزښت لري.
د معاهدې په شفاف عملي کولو لپاره یوه ۱۵ ورځنۍ کتونکې کمېټي جوړه شوې چې پکې به د وفاق، آزاد کشمیر او عوامی ایکشن کمېټۍ غړي وي او دا به پرمختګونه ولس ته وړاندې کوي.
حکومتي پلاوي وویل چې د کشمیر پرمختګ، ثبات او دفاع یوازې په سوله کې ممکنه ده، نه په ګډوډۍ کې. په آزاد کشمیر کې د سکولونو، انټرنیټ او ټرانسپورټ سمدستي پرانیستل دا ثبوت دی چې کله اراده رښتنې وي نو سوله پخپله راځي. دا معاهده یو قوي پیغام دی چې ریاست په قوت نه، بلکې په باور چلیږي او دا باور یوازې د خبرو اترو له لارې جوړیږي.