به‌روزرسانی دربارهٔ7 hours ago

په بلوچستان کې د لسیزو راهیسې روانې ناامنۍ یو داسې کیسه جوړه کړې چې د محرومیت او غچ (انتقام) پر شاوخوا راڅرخي. ترهګرو ډلو د خپلو کورنیو اړیکو، کلتوري نښو او زده کونکو سازمانونو څخه په ګټې اخیستلو، ځوانان په خپلو صفونو کې شامل کړل. په دې کې د غربت، ورک شوي کسانو او وروسته پاتې والي په څېر رښتیني مسایل په ځای د حل کولو د وسلې په توګه کارول شوي تر څو شدت پسندي ژوندی وساتل شي. دې کیسې یوازې غصه او بې باوري زیاته کړې. خو د څه باثباته حل په لور یې نه دي بوتلي.

​دا زاړه خونړۍ کیسه په دې وروستیو کې هغه مهال ولړزېده کله چې د بلوچ نیشنل آرمي پخواني کمانډر ګلزار امام شمبې آری وای ټي وي ته مرکه ورکړه. شمبې په څرګنده اعتراف وکړو چې له وسله والو فعالیتونو څخه بلوچ ولس ته له خونریزۍ، بې کوره کیدو او ناهیلۍ پرته بل څه نه دي پاتې.

​هغه په ډاګه وویل چې د مخ پر وړاندې تګ یوازینۍ لاره له دولت سره خبرې (مکالمه) ده. نه دا چې د بهرنۍ ایجنډا، ټوپک یا مزاحمت په نوم بې ګناه خلک سړکونو ته راوباسو. دا اعتراف د هغې کیسې په مکمله ناکامي ثبوت دی چې دې تنظیمونو له ډېرې مودې راهیسې پرې تکیه کړې وه.

​شمبې په خپله مرکه کې د ماه رنګ بلوچ د پلار میر غفار لانګو یادونه هم وکړه چې د سردار خیر بخش مري نږدې ملګری و. غفار لانګو د بلوچ لبریشن آرمي د قلات قوماندان و. چې په قلات، مستونګ او تربت کې یې په وسله والو عملیاتو سره ویره او ګډوډي خپره کړې وه. د دې فعالیتونو تر ټولو لوی زیان عادي بلوچ ولس ته ورسېدو. چې مالي او ځاني تباهي ورته واوښته.

​دا خونړی میراث نن ورځ د ماه رنګ بلوچ په خبرو (بیانیه) کې ښکاري. د ورک شویو کسانو په نوم غونډې، لاریونونه او پرلتونه په اصل کې د هماغې زاړې پروپیګنډي نوې بڼه ده. چې د بشري خواخوږۍ یا سیاسي مبارزې پر ځای د کورنۍ اړیکو او ترهګریزې ايجنډا تسلسل ښکاري او په وار وار د نویو څېرو په ذریعه د ژوندي ساتلو هڅه کیږي. ترهګر سازمانونه په همدې شالید لرونکي خلک د سیاسي څېرو په توګه کاروي تر څو ګډوډي پرځای پاتې شي.

​بلوچستان اوس په یوه پرېکنده پړاو کې ولاړ دی. توپیر په مکمله توګه واضح دی: ترهګر سازمانونه زړې کیسې تکراروي او نوی نسل غولوي، که هغه په غرونو کې د وسله والو عملیاتو په بڼه وي او که په ښارونو کې د احتجاجي پرلتونو په بڼه. د ګلزار شمبې په څېر خلک چې پخپله یې وسله وال فعالیتونه کړي اوس یې ناکامي منلې ده.

​کله چې د شدت پسندۍ معماران هم ومنل چې حل یوازې په خبرو او سولې کې دی. نو د بلوچ ولس باید د جلا غوښتونکي میراث له زړو چلونو څخه ځان خلاص کړي. د روزګار، تعلیم، روغتیا او ورک شویو کسانو په څېر رښتیني مسایل یوازې د ډیموکراټیکو او سیاسي لارو حل کېدای شي، نه د خونریزۍ په بڼه.
​د شدت پسندۍ کیسې د ولس زخمونه نه ډکوي بلکې لا یې ژوروي. د راتلونکي لاره په بغاوت کې نه بلکې په روغه جوړه کې ده. د میر هزار خان مري په څېر مشرانو هم دا حقیقت درک کړو. چې پخپله په وسله والو فعالیتونو کې مخکې وو. خو په پای کې دې نتیجې ته ورسېدل چې د دولت پر وړاندې ټوپک نه، بلکې روغه جوړه او سیاست اصلي حل دی.

​مشهور جرنلیسټ عمار مسعود هم په خپل کتاب له مزاحمت څخه تر مفاهیمت پورې کې همدا ټکی بیان کړی چې د بلوچ مشرتابه جدي خلک پر دې پوه شوي چې باثباته لاره یوازې سیاست، سوله او له دولت سره یوځای کېدل دي. اوس وخت راغلی چې بلوچ ولس هم دا خونړی میراث رد کړي او د سولې او پرمختګ لاره خپله کړي.

نور ولولئ