به‌روزرسانی دربارهٔ4 hours ago

​د مالیې وزارت لوړ پوړو چارواکو د ادآیی ایم ایف د بیاکتنې پلاوي ته د وروستیو سیلابونو له امله د اقتصادي زیانونو په اړه معلومات ورکړل. چې اټکل یې ۳۷۱ میلیارده روپۍ دی. دوی پلاوي ته دا هم وویل چې پاکستان د ۲۰۲۵-۲۶ مالي کال لپاره ۲۶ میلیارده ډالره بهرنۍ مالي مرستې ته اړتیا لري.

​چارواکو څرګنده کړه چې د وروستیو سختو سیلابونو د ویجاړۍ له امله حکومت خپل جی ډی پی د ودې هدف له ۴.۲٪ څخه ۳.۹٪ ته راکم کړی دی.

​د کرنې برخې د ودې هدف له ۴.۵٪ څخه ۴٪ ته راکم شوی دی. اټکل کیږي چې په مهمو فصلونو لکه مالوچ (پنبه)، وریجو، ګني او جوارو کې به ډېر کمښت راشي. چې له امله به یې تقریباً ۱۵۵ میلیارده روپۍ زیان ورسیږي. د دې ترڅنګ د صنعت برخې د ودې هدف هم ښايي له ۴.۳٪ څخه ۴.۲٪ ته او د خدمتونو برخې هدف له ۴٪ څخه ۳.۷٪ ته راکم شي.


آیی ایم ایف ته وویل شول چې د ۲۶ میلیارده ډالرو بهرنۍ مرستې څخه به ۱۲ میلیارده ډالر بېرته ورکړل شي.

چارواکو په دې برخه کې د چین ډاډ ته اشاره وکړه چې د هېواد د پورونو بیا ځل ورکولو او نوي کولو اړتیاوې به پوره کړي.

​د مالیې وزارت په وینا حکومت په پام کې لري چې د نومبر په میاشت کې د چین په بازار کې د ۲۵۰ میلیونو ډالرو څخه تر ۳۰۰ میلیونو ډالرو پورې یو پانډا بانډ خپور کړي.

پاکستان به د ۲۰۲۶ مالي کال په وروستۍ ربع (اپریل-جون ۲۰۲۶) کې د یوروبانډ خپرولو ته هم فکر وکړي.
دا پرېکړه به د امریکا د فدرالي زیرمې په پالیسۍ نرخ کې د کمښت او د نړیوالو درجه بندي کوونکو ادارو لخوا د پاکستان په خطر پریمیم کې په ښه والي پورې اړه ولري. پر حکومت د ۲۰۲۶ کال تر اپریل میاشتې پورې د ۱ میلیارده ډالرو یوروبانډ پور بېرته ورکول هم پاتې دي.

​وروستیو سیلابونو په ټول هېواد کې د خلکو او ملکیتونو ډېر زیان رسولی دی. بشري زیانونو کې ۱۰۰۶ مړینې او ۱۰۶۳ ټپیان شامل دي. د دې نه علاوه ۱۲۵۶۹ کورونه زیانمن شوي. په داسې حال کې چې ۲۱۳۳ کیلومټره سړکونه او ۲۴۸ پلونه اغېزمن شوي دي. په ټولیزه توګه ۳.۲۶ میلیونه جریبه کرنیزې ځمکې او فصلونه له منځه تللي دي. د مالیې وزیر بیا ټینګار وکړو چې حکومت د سیلابونو مالیه نه لګوي.

نور ولولئ