به‌روزرسانی دربارهٔ6 hours ago

د خېبر پښتونخوا د وزیراعلی علي امين ګنډاپور په لارښوونه په ډېره اسماعيل خان کې د امنيت د ښه‌والي او د پوليسو د هوساينې او سهولت لپاره سترې منصوبی پيل شوې دي.

د ډېره اسماعيل خان د «سېف سټي» کېدو لپاره يو پرمختللی د څارنې سيستم (Surveillance System) لګول کېږي. د دې پروژې له مخې به د ښار په ۸۸ مهمو ځایونو کې ټولټال ۴۸۰ سي سي ټي وي کمرې نصب شي. د دې عصري سيستم له لارې به په اغېزمن ډول جرمونه او ترهګریز فعاليتونه تر څارنې لاندې وي.

د وزیراعلي د دفتر د اعلاميې له مخې، د امن او امان د بنسټيز جوړښت د پياوړتيا لپاره په ډېره کې د اووه پوليسو تاڼو بيا رغونه روانه ده او نورې نوې تاڼې به هم جوړېږي. همدارنګه، د اداري چارو او ترافيک د کنټرول د ښه‌والي لپاره به د ترافيک مرکزي دفتر، يو کمانډ او کنټرول سنټر او يو فېسليټېشن سنټر هم جوړېږي.

د ډېره د داخلي او خارجي لارو د امنيت د لا ټينګښت لپاره، پر ډېره–ټانک سړک باندې د شپږو نوو پوستو او پر درازنده سړک د څلورو نوو پوستو جوړول هم روان دي.

په اعلاميه کې ويل شوي چې د پوليسو هوساينه او فلاح لومړيتوب لري. په دې موقع د ډېره د پوليسو هغو زړورو سرتېرو ته درناوی وړاندې شو چې د ترهګرۍ پر ضد يې سترې قربانۍ ورکړې دي.

د خېبر پښتونخوا وزیراعلي په ډېره اسماعيل خان کې د ۶۰۰ نوو پوليسو سرتېرو او په ګاونډي ټانک ولسوالۍ کې د ۲۰۰ نوو سرتېرو د ګومارلو منظوري هم ورکړې ده. دا ګام به يوازې د بې‌روزګارۍ په کمولو کې مرسته ونه کړي، بلکې د امنيتي وضعيت په ښه‌والي کې به هم مهم رول ولوبوي.

د اعلاميې له مخې، دا اقدامات د ډېره اسماعيل خان او ټانک د خلکو لپاره د خوندي او ښه اداري چاپېريال د برابرولو په لور يو مهم پړاو دی.

نور ولولئ