به‌روزرسانی دربارهٔ1 hours ago

د خیبر طورخم په سرحدي لاره کې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لړۍ روانه ده. د خیبر پښتونخوا د کورنیو چارو محکمې په وینا پرون د پی او آر (PoR) کارډ لرونکو ۱،۲۳۵ افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

همدارنګه د اې سي سي (ACC) کارډ لرونکو ۲۰۵ افغان وګړي هم پرون افغانستان ته تللي دي.

د کورنیو چارو محکمې د معلوماتو له مخې له سفري اسنادو بغیر ۵۳۲ افغان وګړي هم د طورخم له لارې هېواد ته شړل شوي دي.

له اګست لومړۍ نېټې څخه د ستمبر تر ۲۸مې پورې ټول ۱۲۹،۱۳۲ افغانان د PoR کارډ لرونکي افغانستان ته ستانه شوي دي. په همدې موده کې نږدې ۵۲،۱۰۰ افغان  ACC کارډ لرونکي وګړي هم خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

یاده دی وی چی په ۲۴ ستمبر د بلوچستان وزیراعلی میر سرفراز بګټی هم ویلی وو چی افغانان دی بیرته خپل هیواد ته په عزت سره ستانه شی. هغه د هم زیاته کړی وه چی افغان ماشومان، میرمنی او زړو ته به د هیچ ډول تکلیف نه وزسول شی او په ښه توګه به خپل هیواد ته واستول شی.

نور ولولئ