| به‌روزرسانی دربارهٔ |17:47

۱۷ ستمبر ۲۰۲۵ نېټه د راس العیسیٰ بندرګاه کې چې حوثیانو یې کنټرول لري د یو LPG ټېنکر باندې د اسراييلو بې پايلټه الوتکې (ډرون) له برید وروسته، هغه کښتۍ او د هغې عمله چې نیول شوې وه. په خوندي توګه خوشې شوې ده. د حکومتي سرچینو په وینا کښتۍ او د هغې عمله اوس د یمن له اوبو څخه بهر وتلې ده.

​په دې LPG ټېنکر باندې د ۲۷ کسانو عمله سپره وه. چې پکښې ۲۴ پاکستانیان (د کپټان مختار اکبر په شمول)، ۲ سري لانکایان او یو نیپالي وګړی شامل وو. د بې پايلټه الوتکې (ډرون) د برید له کبله د LPG یو ټېنک چاودېدلی و. خو عملې سملاسي اقدام وکړو او اور یې قابو کړو. له برید وروسته حوثي کښتیو دغه کښتۍ ودروله او عمله یې یرغمال کړه.

​د عملې د خوشې کېدو له تایید وروسته د کورنیو چارو سکرټرې خرم آغا په یوه بیان کې د ټولو اړوندو افسرانو د شپې او ورځې هڅې وستایلې. هغه وویل چي زه د کورنیو چارو سکرټرې خرم آغا او د کورنیو چارو وزارت نورو افسرانو، په عمان کې سفیر نوید بخاري او د هغه ټیم، په سعودي عربستان کې زمونږ ملګرو او په خاص ډول زمونږ امنیتي ادارو له غړو څخه له زړه مننه کوم. چا چې په سختو شرایطو کې شپه او ورځ کار وکړ او په داسې وخت کې یې زمونږ د وګړو خوندي خوشې کېدل یقیني کړل. کله چې هیلې مخ په مړینې وې.

​په بیان کې نور هم وویل شول چې الحمدلله ټېنکر او د هغې عمله اوس د حوثیانو له ولکې څخه آزاد شوي او د یمن له اوبو څخه بهر وتلي دي.

​د پاکستاني عملې خوندي راستنېدل د هېواد لپاره یوه لویه بریا بلل کېږي چې پر هغې د حکومت او اړوندو ادارو هڅې ستایل کېږي.

نور ولولئ