په کرک ضلع کې د وسله والو خلاف د استخباراتي معلوماتو په بنیاد د اپریشن له امله د کرک ډپټي کمشنر د خلکو په تګ راتګ په مکمله توګه پابندي لګولې ده.
د چارواکو په وینا د کرک په عباسه خټک سیمه کې د جمعې په ورځ په یو هپریشن کې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) سره تړلي لږ تر لږه ۱۴ وسله وال وژل شوي او درې امنیتي سرتیري ژوبل شوي دي.
دا پابندي په تخت نصرتي تحصیل کې د درشہ خېل (شنو ګډي خېل) کلي کې د ترهګرو خلاف د روانو عملیاتو په خاطر لګول شوې. ترڅو د خلکو او قانون پلي کوونکو ځواکونو ژوند او مال محفوظ شي.
د کرک ډپټي کمشنر د ضابطه فوجداري ۱۸۹۸ د دفعې ۱۴۴ په کارولو سره د ۲۰۲۵ کال د ستمبر ۲۶ مې شپې ۱۰ بجو څخه د ستمبر ۲۷ مې غرمې ۲ بجو پورې کرفیو اعلان کړی ده.
د دې حکم مطابق د درشہ خېل کلي په حدودو کې د ټولو خلکو په بهر وتلو، پلی تګ، د ګاډو استعمالولو او هر ډول ترافیک باندې په مکمله توګه پابندي ده.
له خلکو غوښتل شوي چې په ټاکلي وخت کې په خپلو کورونو کې پاتې شي او دا حکم ومني. د دې حکم نه سرغړونکو پر ضد به د پاکستان د تعزیراتو دفعې ۱۸۸ لاندې قانوني کاروائي کیږي.