پاکستان په دې وروستیو کې د سختو سېلابونو او موسمي بارانونو له امله له یوې لویې انساني ناورین سره مخ شوی. دې پېښو په ټول هېواد کې په میلینونو خلک اغېزمن کړي او په سلګونو کسان پکې وژل شوي دي. د دې حالت په پام کې نیولو سره د پاکستان وزیراعظم اعلان وکړو چې د وژل شوو کسانو کورنیو ته د مرستې پیسې له یو میلیون روپیو څخه دوه میلیونه روپیو ته لوړې شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر د یو راپور پر بنیاد د پنجاب په ۱۸ ضلعو کې له ۴.۲ میلیونو ډېر خلک د سېلابونو له امله زیانمن شوي. د زیانمن شویو کسانو لویه برخه په مظفرګړ کې ده. چې د ټولو زیانمن شویو څلورمه برخه خلک پکې شامل دي. په نورو سختو زیانمنو شویو ضلعو کې جهنګ، بهاولپور، خانیوال، او ملتان شامل دي.
د راپور له مخې شاوخوا ۲.۸ میلیونه خلک د سېلابونو له امله بې ځایه شوي. له ۱۶۱ زرو ډېر کورونه څېړل شوي. چې له دې ډلې یې شاوخوا ۴۶ زره کورونه په په مکمله توګه ویجاړ شوي دي.
په روغتیايي برخه کې له ۷۴۲ روغتیايي مرکزونو څخه ۳۹۵ ته زیان رسېدلی. چې له دې جملې څخه ۸۰ په مکمله توګه ویجاړ شوي دي. دې کار روغتیايي خدماتو ته سخت زیان رسولی. تر ټولو ډېر زیان ګوجرانواله، بهاولنګر، او اوکاړه کې اوښتی دی.
ملیریا تر ټولو عامه روغتیايي ستونزه ده چې د سېلاب ځپلو کلیو په ۶۴ سلنه کې یې راپور ورکړل شوی دی. له دې وروسته د پوستکي ناروغۍ او نس ناستی (ډایریا) دي. چې دا د خرابو اوبو او حفظ الصحې د ناوړه شرایطو څرګندونه کوي. ډینګي هم په د پام وړ کچه لیدل شوی دی.
د تعلیم د ديپارټمنت په وینا په ۱۸ ضلعو کې ۶۶۷ سکول ته زیان رسېدلی. چې ۵۴ سلنه یې د جینکو سکولونه دي. د دې نه علاوه ۲۱۷ سکولونه د لنډمهاله پناځایونو په توګه استعمال شوي. چې له امله یې له ۱۰۰ زرو ډېرو زده کوونکو تعلیم ته خنډ پېښ شوی.
سېلابونو د خلکو کرنیز او مالدارۍ پر بنیاد ژوند سخت اغېزمن کړی. فصلونه ویجاړ شوي او مالونه مړه شوي. چې له امله یې کروندګرې کورنۍ له خپلې عاید څخه بې برخې شوي. په ملتان کې د ۸۱.۷ سلنه ټولنو راپور ورکړی چې دوی یوازې د یوې اونۍ یا تر دې کمې مودې لپاره خواړه لري. په بهاولنګر، مظفرګړ، او بهاولپور کې هم وضعیت د اندېښنې وړ دی.
د سېنېټ کمیټې ته ویل شوي چې وزیراعظم د وژل شویو کسانو کورنیو ته د مرستې پیسې ۲ میلیونه روپیو ته لوړې کړي دي. د ملي ناورین مدیریت ادارې (NDMA) کمیټې ته ویلي چې په دې وروستیو سېلابونو کې شاوخوا ۱۰۰۰ کسان وژل شوي او ۱۰۰۰ نور ټپیان شوي دي. NDMA د جون له ۲۶ څخه د سپټمبر تر ۱۹ پورې شاوخوا ۳ میلیونه کسان ژغورلي یا یې خوندي ځایونو ته لېږدولي دي.