پاکستان، په خاصه توګه بلوچستان، د امنیتي ننګونو سره مخ دی او د ترهګرۍ سره مبارزه کوي. په دې اړه د بلوچستان وزیراعلی، سرفراز بګټي، په اسلام آباد کې یوې خبري غونډې ته وینا وکړه او ځینې مهمې څرګندونې یې وکړې.
سرفراز بګټي وویل چې ترهګرو ته په افغانستان کې دولتي ملاتړ حاصل دی او له هغې خوا پر پاکستان بریدونه کوي. هغه وویل چې ترهګرو ته په افغانستان کې پټنځایونه او د روزنې کیمپونه ورکړل شوي دي. هغه زیاته کړه چې په دې وروستیو کې ډېر ترهګر له افغانستان څخه راغلي وو کومچې وژل شوي دي.
بګټي له طالبانو وغوښتل چې د دوحې تړون ته درناوی وکړي. چې پکې یې ژمنه کړې وه چې خپله خاوره به د هېڅ بل هېواد خلا نه استعمالوي.
بګټي د چاغي عملیاتو په اړه معلومات ورکړل. چې پکې دوه ترهګر ووژل شول او یو تن یې ځان تسلیم کړو. هغه وویل چې یو له وژل شویو ترهګرو څخه وکیل و. هغه وویل چې د دالبندین د پیښې وروسته، چې پکې د پاکستان هوايي ځواک سرتېري وژل شوي وو، د دې وکیل پل یې ونیو.
بګټي وویل چې د دې وکیل څارنه یې دوه یا درې میاشتې کوله او بالاخره یې د هغه کور محاصره کړو. هغه وویل چې دوی له هغه څخه د تسلیمیدو غوښتنه وکړه. خو هغوی پرې ډزې پیل کړې. په دې تبادله کې چې دوه یا درې ساعته یې دوام وکړو. یو د مرکزي پولیسو سرتېری شهید شو او په پای کې دوه ترهګر ووژل شول او درېیم یې ځان تسلیم کړ.
په ځواب کې بګټي وویل چې په بلوچستان کې د ترهګرو سازمانونو د راټولولو هڅې روانې دي. هغه تور ولګاوه چې د هند استخباراتي ادارې “را” (RAW) په دې جګړه کې مالي مرسته او ملاتړ کوي. بګټي وویل چې RAW پر پاکستان د استخباراتي جګړې فشار راوړی دی او هڅه کوي چې ټول هغه کسان راټول کړي چې غواړي پاکستان بې ثباته کړي.
په بلوچستان کې د انټرنیټ بندول
بګټي د انټرنیټ د بندیدو په اړه وویل چې دوی پر دې مسله له انتقاد سره مخ دي. خو د دوی هدف خلکو ته ستونزې جوړول نه وو. هغه وویل چې ترهګرو داسې اړیکي نیول پیل کړي وو چې د دوی استخباراتي ادارې ورته لاسرسی نه درلود. هغه زیاته کړه چې د ګرځنده نیټ ورک بندول د ترهګرو په موندلو او نیولو کې مرسته کړې ده.