به‌روزرسانی دربارهٔ11 hours ago

د ۲۰۲۵ کال د ستمبر په ۲۴ مه امنیتي ځواکونو د ډېره اسماعیل خان په درابن سیمه کې د استخباراتو پر بنیاد عملیات وکړل. دا عملیات د تحریک طالبان پاکستان (TTP) سره تړلو ترهګرو د شتون په اړه د معلوماتو له مخې ترسره شول.


​د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) په وینا په عملیاتو کې پوځ د ترهګرو په پټنځای باندې موثره ډزې وکړې چې په پایله کې یې ۱۳ هندي پلوه ترهګر ووژل شول. د ترهګرو له قبضې څخه زیات شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.
​د ISPR د وینا له مخې وژل شوي ترهګر په دې سیمه کې په ګڼو ورانکارو فعالیتونو کې ښکیل وو. چې په دغو فعالیتونو کې د ۲۰۲۳ کال په دسمبر کې په درابن کې ځانمرګی برید، د دولتي چارواکو او بې ګناه خلکو تښتول او هدفمندې وژنې شاملې وې.

​آیی اېس پي آر زیاته کړه چې امنیتي ځواکونو په سیمه کې د نورو ترهګرو د له منځه وړلو لپاره د لټون عملیات روان ساتلي دي. د پاکستان امنیتي ځواکونه ژمن دي چې له هېواده په مکمله توګه د هند پلوه ترهګرۍ ناوړه پلیدی ختمه کړي.

نور ولولئ