د خیبر پښتونخوا په ضلع وزیرستان اپر ضلع کښې د صحت څانګې ۲۴ کارکوونکي د دندو څخه د غیر حاضرۍ له امله معطل کړی دي. د ضلعې روغتیایی افسر (ډي ایچ او) محمد طفیل خان شیرانی مختلفو روغتیایی مرکزونو ته سفر وکړو او د غیر حاضرۍ نوټس یې واخیستو چې له وجې یې دا سخت ګام پورته کړو. د معطل شویو کارکوونکو تنخواوې هم سمدستي بندې کړی شوې دي.
ډي ایچ او د دې کیس د نورو تحقیقاتو لپاره یوه رسمي تحقیقاتي کمیټې هم جوړه کړې ده.
په دې موقعه له میډیا سره په خبرو کښې ډي ایچ او محمد طفیل شیرانی وویل چې حکومت ژمن دی ترڅو خلکو ته د صحت غوره آسانتیاوې ورکړي او په دې لړ کښې به هیڅ ډول غفلت ونه زغمي. هغه واضح کړه چې د غیر حاضر کارکوونکو خلاف به سختې قانوني کارروایۍ روانې وي.
هغه زیاته کړه چې د ضلعې په ټولو روغتونونو کښې د درملو پر وخت او شفاف رسونې لپاره ټولې ممکنې وسیلې استعمالیږي. دا کارروایي د صحت په څانګه کښې د نظم او ضبط ښه کولو او خلکو ته د معیاري طبي آسانتیاوې ورکولو لپاره د حکومت د عزم څرګندونه کوي.