د پاکستان د وزیراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر سینیټر محمد اسحاق ډار په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د دولت مشترکه د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړو. دا غونډه د ملګرو ملتونو د اتیاوو عمومي غونډې په څنډه کې جوړه شوې وه.
د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د وزیراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر د دولت مشترکه لپاره د پاکستان پر ثابت ملاتړ او د دغو خاص هېوادونو د کورنۍ په پیاوړتیا ټینګار وکړو. هغه په نړیواله کچه د سازمان د لا اغېزمن کولو د هڅو هرکلی وکړو. څو د غړو ټولو هېوادونو ته ګټې ورسوي.
د بهرنیو چارو وزارت په وینا اسحاق ډار پر بېلابېلو او یو له بل سره تړلو نړیوالو کړکېچونو خبرې وکړې او پر دې یې ټینګار وکړو چې دولت مشترکه باید د سولې او خبرو اترو لپاره د یو پلیټ فارم په توګه خپل رول ته دوام ورکړي. چې پکې د ګډون او همکارۍ له لارې د شخړو په حلولو او پخلاینې کې مرسته وشي. هغه د موسمي بدلون پر وړاندې د دولت مشترکه د کارونو په مکمله ملاتړ وکړو او له غړو هېوادونو څخه یې وغوښتل. چې د چاپیریال پر وړاندې د مقاومت په زیاتولو کې پر دوامداره مرستې تمرکز وکړي.
د وزیراعظم مرستیال د ځوانانو پیاوړتیا، ډیجیټل بدلون او د سوداګرۍ او کاروباري فعالیتونو د ودې لپاره د ۵۶ غړو په راغونډولو کې د دولت مشترکه له خاص رول څخه مننه وکړه. هغه وویل چې پاکستان پر دې ویاړي چې د دولت مشترکه د ځوانانو په ايجنډا کې مخکې رول لوبوي. څو زموږ ځوان نسل یو باثباته او سوله ییز راتلونکی جوړ کړي. د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه. چې پاکستان به د دولت مشترکه د ارتباطي ايجنډا په پیاوړي کولو کې هم مخکې رول ولري او له هغو هڅو به ملاتړ وکړي. چې په دولت مشترکه کې ډیجیټل، فزیکي، مقرراتي او د اکمالاتو لړۍ پیاوړې کړي.