د بلوچستان د ډېره بګټي ضلعې په سوئي تحصیل کې اته کسان د نامعلومو وسله والو له خوا تښتول شوي دي. دا پېښه د خالي (شنبې) په سهار د کهټن سیمې ته نږدې شوې ده. چې وروسته په سیمه کې سخت تاوتریخوالی خپور شو.
د لیویز سرچینو په وینا ټول تښتول شوي کسان د بګټي سیمه ایزې قبیلې پورې اړه لري. له دې جملې څخه پنځه کسان د څړځایونو ساتونکي او درې بزګران دي. ويل کيږي چې وسله والو کسانو په زور دغه کسان نامعلوم ځای ته وړي دي.
وروسته لیویز ځواکونو سمدستي په سیمه کې د لټون عملیات پیل کړي او ټوله سیمه یې کلابنده کړې ده. خو تر اوسه پورې د تښتول شویو کسانو درک نه دی معلوم شوی.
د یادونې وړ ده چې دوه میاشتې وړاندې دوه اسسټنټ کمیشنران هم تښتول شوي وو. وروسته یو اسسټنټ کمیشنر خوشې شو، خو اسسټنټ کمیشنر محمد افضل بیا له خپل زوی سره یو ځای بې درده وژل شوی وو.