به‌روزرسانی دربارهٔ4 hours ago

په خیبر پښتونخوا کې د باجوړ په سیمه کې د پوځي عملیاتو له امله د سیمو د پاکولو لړۍ په بریا سره روانه ده. د اتوار (یکشنبې) په ورځ د ماموند تحصیل د ۱۱ نورو کلیو د په مکمله توګه پاکولو رسمي اعلان وشو.

​د اعلان له مخې په دغو ۱۱ کلیو کې نختر بالا، نختر پایاں، مینه سلیمان خیل، ګواټي، میټو، چمبیلي، ملا کلے، غاخي، بکرو، لکېنډا او ډمبرې شامل دي.

​دا سیمې له خطر څخه پاکې اعلان شوې او ولسي ادارې دغو ۱۱ کلیو ته د خلکو د خپلو کورونو ته د ستنېدو اجازه ورکړه.

​ولسي ادارې د بې کوره شویو خلکو (متاثرینو) زغم او په دې سخت وخت کې د دوی قرباني وستایله او مننه یې ترې وکړه. دا سیمې د باجوړ د سولې لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.
​یاده دې وي چې د جولای په ۲۹مه، د شپې په ۲ بجو اسسټنټ کمیشنر شاهد علي خان په ماموند تحصیل کې د ۱۶ کلیو لپاره د درې ورځنۍ کرفیو او په نښه شویو پوځي عملیاتو اعلان وکړو. چې له امله یې په زرګونو خلک له خپلو سیمو څخه کډه شول.

نور ولولئ