د ایف آی اې د مشر (DG) رفعت مختار راجه په خاصو لارښوونو په بلوچستان کې د حوالې هندۍ او غیرقانوني کرنسي د تبادلې کاروبار کوونکو پر وړاندې کلک عملیات روان دي. په دې لړ کې د ایف آی اې تفتان څانګې په یوه لویه کاروایي کې یو تورن کس نیولی دی.
د ایف آی اې تفتان څانګې پر پټو معلوماتو عملیات وکړل او د حوالې او غیرقانوني کرنسۍ تبادلې په کاروبار کې ښکیل یو کس چې نوم یې شادی خان دی. په تفتان سیمه کې ونیول شو. له تورن څخه زیاته اندازه بهرنۍ کرنسي ترلاسه شوې ده. چې پکې ۴۷۵ میلینه (څلور سوه پنځه اویا میلونه) ایراني ریال او ۶۰ امریکایي ډالر شامل دي.
د دې ترڅنګ له تورن څخه ۲ لکه او ۵۹ زره پاکستانۍ روپۍ یو موبایل فون او د حوالې د کاروبار اړوند مهم ریکارډونه هم ترلاسه شوي دي. د ایف آی اې ویاند وایي چې تورن شادی خان پرته له کوم جواز څخه په غیرقانوني توګه د کرنسۍ د تبادلې کاروبار کاوه.
د تورن له نیولو وروسته پرې کیس ثبت شوې او پلټنې یې پیل شوې دي. ایف آی اې د تورن د نورو ملګرو او د دې نيټ ورک د ټولو کسانو د نیولو لپاره په بېلابېلو ځایونو کې عملیات کوي.
د ایف آی اې ویاند زیاته کړه چې د حوالې او غیرقانوني کرنسۍ تبادلې کوونکو پر وړاندې عملیات به روان وي او د دې ډول کسانو د قانون منګولو ته راوستلو لپاره ټولې سرچینې کارول کیږي. ایف آی اې هوډ لري چې د هیواد اقتصاد ته زیان رسوونکي دا ډول غیرقانوني کاروبارونه ودروي.