د خیبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) لوی عملیات کړي او د داعش خراسان ډلې درې مشکوک ترهګر یې وژلي دي. دا عملیات په لالې چینه دو سار کې په علي جومات سیمه کې په پټه خبرتیا ترسره شوي. چېرته چې ترهګرو د یوې لویې حملې پلان جوړولو.
سي ټي ډي خیبر ته پټ معلومات رسیدلي وو چې د داعش خراسان یو ځایي قومندان فضل نور له خپلو ملګرو سره په دې سیمه کې شته. د معلوماتو د تاییدولو وروسته، د سي ټي ډي ځانګړې ټیم (S.W.A.T) له نورو عسکرو سره چې په پرمختللو وسلو سمبال وو. دوی سمدستي سیمې ته ورسیدل.
د سي ټي ډي په وینا کله چې دوی سیمې ته ورسیدل نو ترهګرو پرې ناڅاپه ډزې پیل کړې. د سي ټي ډي عسکرو د خپل ځان ساتنې او د ترهګرو د کنټرولولو لپاره ځوابي ډزې وکړې. چې نږدې نیم ساعت یې دوام وکړو. د ډزو له بندیدو وروسته د لټون په عملیاتو کې درې ترهګر په ځای وژل شوي وموندل شول.
د راپورونو له مخې د وژل شویو ترهګرو پیژندګلوي د محمد نعیم عرف عبدالناصر او محمد کریم چې د کرک اوسیدونکي دي او د نور نبي چې د افغانستان د ننګرهار اوسیدونکی دی. د ترهګر په نښه شوې ده. د سي ټي ډي په وینا وژل شوي ترهګر محمد نعیم عرف عبدالناصر او محمد کریم د چمکني ځانمرګي برید اصلي پلان جوړونکي هم وو.
د ترهګرو له قبضې څخه درې ایس ایم جیز، دولس مېګزینونه له ۱۳۵ کارتوسو سره او درې بنډولیئر (د مرمیو پټۍ) ترلاسه شوي دي.
خو په عملیاتو کې د داعش خراسان ځایي قومندان فضل نور د شپې له تيارې څخه په ګټې اخیستو له خپلو نورو ملګرو سره له سیمې په تیښته کې بریالی شوی دی. سیمې ته زیاته قوه ورسیدلې ده او د تښتیدلو ترهګرو د نیولو لپاره په سیمه کې لوی د لټون عملیات روان دي.



