د پاکستان د پوځ وياند لفټننټ جنرل احمد شریف چوهدري په ښکاره او واضحه وينا ده. چې د پاکستان رياست به هېڅ ډول غیر رياستي عناصر ونه زغمي او په هېواد کې به د هېڅ وسله والې ډلې يا تنظيم لپاره ځای نه وي.
د يوې جرمن مجلې سره په يوې خاص مرکه کې د پوځ وياند د افغان کډوالو، ترهګرۍ، د هند د پاليسو او د سيمې پر حالاتو په تفصيل سره خبرې وکړې. هغه يو مهم ټکی راپورته کړو. چې د جهاد اعلان کول يوازې د رياست حق دی نه د څه ډلې يا د څه سړی حق دی.
افغان کډوال او ترهګري
لفټننټ جنرل احمد شریف چوهدري وويل چې پاکستان په تېرو ۴۰ کلونو کې د لکونو افغان کډوالو مېلمستيا کړې. خو اوس د هغوی د عزتمن راستنېدو لپاره منظم اقدامات کېږي. د هغه په وينا پاکستان د بشري بنيادونو له مخې د وتلو په نېټه کې څو ځله پراختيا ورکړې. خو پخې شوې شواهد شته چې ناقانونه افغان کډوال په ترهګرۍ او نورو جدي جرمونو کې لاس لري.
د پوځ وياند څرګنده کړه چې د افغان کډوالو د پناه ورکولو اصلي لاملونه چې بهرنۍ لاسوهنه او کورنۍ جګړه پکې شامله وه، اوس ختم شوي ده.
د هند پاليسۍ او شواهد
د هند د پاليسيو په اړه د پوځ وياند وويل چې په هند کې د تاوتريخوالي پېښې په حقيقت کې د هغه د سخت دريځه فکر پايله ده. د هغه په وينا د هند عادت دی چې خپلې کورنۍ ستونزې بهرنۍ او بهرنۍ ستونزې کورنۍ ښيي.
هغه د کره شواهدو په حواله وويل چې د پاکستان په ترهګريزو بريدونو کې د هند حکومتي ادارې، د فعالو پوځي افسرانو په ګډون لاس لري. پاکستان دا شواهد څو ځله نړيوالې ټولنې ته وړاندې کړي دي. هغه زياته کړه چې د کشمير د ستونزې د حل لپاره بايد نړيواله ټولنه فعال رول ولوبوي. د هغه پوزیشن و چې د هند دولتي ادارې، د پوځ په ګډون، د سخت پوزیشن سياسي نظرونو تر اغېز لاندې دي.
د ترهګرۍ پر ضد قربانۍ او د سيمې حالات
د ترهګرۍ خلاف د پاکستان د لویو قربانيو په اړه لفټننټ جنرل احمد شریف چوهدري وويل چې پاکستان د لومړۍ کرښې د يو هېواد په توګه په دې جګړه کې بې شمېره قربانۍ ورکړي دي. هغه دا اندېښنه هم څرګنده کړه چې د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې پرېښودل شوي وسلې اوس د ترهګرو په لاس کې دي. چې امريکا خپله هم پرې اندېښنه څرګنده کړې ده.
په مرکه کې هغه دا هم وويل چې د پاکستان او هند ترمنځ د کړکېچ او د حق په جګړه کې د امريکا د پخواني ولسمشر ټرمپ مشرتابه رول يو ستراتيژيک مشر په توګه راڅرګند شو او پاکستان له خپل ورور هېواد چين سره رغنده او ستراتيژيکې اړيکې لري.
په پای کې هغه وويل چې امريکا د مجيد بريګيډ (چې په پاکستان کې ناقانونه ده) يو نړيوال ترهګريز سازمان بللی دی او په بلوچستان کې د وژل شويو څو ترهګرو نومونه د نامتو ورک شويو کسانو په لېسټونو کې شامل وو.