د ګل (دوشنبې) په ورځ د بلوچستان په کیچ ضلعي کې د یوې چاودنې په پایله کې د یوه کپټان په ګډون د پاکستان د پوځ پنځه سرتېري شهیدان شوي دي.
دغه چاودنه د دشت او مند ترمنځ د امنیتي ځواکونو پر موټر شوې ده.
د چاودنې له امله کپټان وقار کاکړ، نایک جنید، نایک عصمت، لانس نایک خان محمد او سپوی ظهور شهیدان شوي دي.
له پېښې وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او پلټنې یې پیل کړې دي.