د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلع جنوبي وزیرستان کې د ضلعي انتظامیې په څارنه له پاکستان نه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ په پړاو وار روان دی. د ډپټي کمشنر مسرت زمان په وینا په تېرو دوو اونیو کې څه باندې ۱۴۰۰ افغان کډوال په خپله خوښه د انګور اډې له لارې بېرته خپل هېواد ته تللي دي.
د ضلعي انتظامیې د معلوماتو له مخې په ستنېدونکو کې نارینه، ښځې او واړه ماشومان شامل دي. انتظامیې وویل چې د دوی د اسانتیا لپاره په انګور اډه کې یو سرپناه جوړه شوې. چې د اوسېدو لپاره د ۵۰ بسترونو ځای لري. په دې سرپناه کې کډوالو ته د اوبو، برېښنا او خوراک اسانتیاوې ورکول کېږي.
ډپټي کمشنر مسرت زمان زیاته کړه چې په ایګري پارک واڼه کې هم د افغان کډوالو لپاره لنډمهاله خېمې درول شوې دي. چې دوی ته ټولې ضروری اسانتیاوې برابروي. هغه وویل چې د ستنېدو دا لړۍ د ضلعي انتظامیې او امنیتي ځواکونو تر څارنې لاندې په پوره ډول په سوله ییزه توګه روانه ده.