به‌روزرسانی دربارهٔ11 hours ago

ڈپٹی کمشنر بنوں محمد فہیم د پولیو کیمپین پر مهال په ټول ضلع کی د وسلو ښودلو او په موټرسایکل د دوه کسانو پر سفر بندیز لګولی دی. دا پریکړه د ترهګرۍ د خطرونو د زیاتیدو او د پولیو کیمپین د امنیت د یقینی کولو لپاره شوې ده.

​د دې حکم مطابق د ستمبر له ۱۵می څخه تر ۱۹می پورې به د پولیو کیمپین روان وي. په دې موده کې به هیڅوک وسله ښودلی نه شي او په موټرسایکل به دوه کسانو ته د سفر اجازه نه وي. خو هغه پټواری، امنیتي کسان، او ښځې چې د پولیو په کیمپین کې دنده ترسره کوي. د دې بندیز څخه مستثنی دي.

​ډپټی کمشنر بنوں وویل چې د ترهګرۍ د وروستیو پیښو او ګواښونو له امله دا ګامونه پورته کول ضروری وو. هغه زیاته کړه چې د پولیو کیمپین په وخت کې د امنیتي کسانو او پولیو کارکوونکو خوندیتوب زمونږ لومړیتوب دی. دا بندیز د خلکو په ګټه لګول شوی او د سرغړونې کوونکو پر خلاف به د دفعې ۱۸۸ لاندې قانوني اقدام وشي.

​د دې حکم کاپیانې د ضلعې پولیس د پولیو کیمپین کارکوونکو، اړوند چارواکو، او ټولو تحصیلدارانو ته لیږل شوي ترڅو عملي شي. دا حکم نن د ستمبر ۱۵، ۲۰۲۵ څخه نافذ دی.

نور ولولئ