به‌روزرسانی دربارهٔ1 hours ago

پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مخې اسحاق ډار او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د پاکستان او امریکا د اړیکو پر مثبت بهیر خوښي څرګنده کړې ده. دواړو مشرانو د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا او د سیمه ایزو او نړیوالو مسایلو په اړه هم خبرې کړې دي. دواړو ژمنه وکړه چې په بېلا بېلو برخو کې به خپلې دوه اړخیزې اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.

​په بله ټیلیفوني خبرو کې د پاکستان مرستیال وزیراعظم اسحاق ډار د مصر د بهرنیو چارو له وزیر ډاکټر بدر عبدالعاطي سره خبرې کړې دي.

دواړو مشرانو په دوحه کې د اسرائیلو بې دلیله بریدونه په کلکه غندلي او د اتوار (یکشنبې) په ورځ د ستمبر په ۱۴مه په دوحه کې د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) د بهرنیو چارو د وزیرانو شورا د غونډې پر جزئیاتو او کړنلاره یې خبرې کړې دي.

​د یادونې وړ ده چې اسراییلو د نهي (سه شنبې) په ورځ د قطر په دارالخلافه دوحه کې د حماس پر مشرانو برید وکړو چې له امله یې د حماس پنځه غړي او یو قطري امنیتي سرتیری ووژل شو. دغه برید د خلیجي هېوادونو په ګډون د ټولې نړۍ له خوا په کلکه غندل شوی دی.

نور ولولئ