د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف او د پوځ سرلښکر فیلډ مارشل سید عاصم منیر د خالي (شنبې) په ورځ بنو ته تللي وو. هلته یې یوه مهمه غونډه وکړه چې موضوع یې د ترهګرۍ خلاف عملیات وو. په غونډه کې یې په دې وروستیو کې د ترهګریزو بریدونو زیاتوالی او د ترهګرو خلاف روان عملیات وڅېړل.
د امنیتي سرچینو په وینا وزیراعظم او فیلډ مارشل د هغو ۱۲ سرتېرو په جنازه کې هم ګډون وکړو چې په جنوبي وزیرستان کې په یوه عملیاتو کې وژل شوي وو. دوی د شهیدانو کورنیو ته د تسلیت تر څنګ د دوی قربانۍ وستایلې.
وزیراعظم په خپلو خبرو کې وویل چې حکومت به د ترهګرۍ پر وړاندې قوي غبرګون وښیي او په دې برخه کې به هېڅ ډول ابهام ونه زغمي.
هغه زیاته کړه چې د ترهګرۍ پر وړاندې غبرګون باندې باید سیاست ونه شي.
هغه د شهیدو سرتېرو قربانۍ د ملت لپاره بې ساري پانګه وبلله او ژمنه یې وکړه چې د پاکستان د امنیت او سلامتیا لپاره به ټولې سرچینې وکاروي.
د آیی ایس پي آر په وینا په باجوړ او وزیرستان کې په جلا عملیاتو کې لږ تر لږه ۳۵ ترهګر وژل شوي دي. خو په دغو عملیاتو کې ۱۲ سرتېري هم شهیدان شوي دي.